د امارت د کارکوونکو چارو واحدونو لپاره د برېښنايي حکومتولۍ پروسې تطبیق په اړه غونډه وشوه

د چارو ادارې لوی رياست د امارت د تشکیلاتو، بیاکتنې، اصلاحاتو او کادري چارو ریاست له لوري وزارتونو او ادارو کې د کارکوونکو چارو واحدونو لپاره د برېښنایي حکومتولۍ پروسې تطبیق په اړه غونډه وشوه.
دا غونډه نن سه شنبه (شوال المکرم ۱۰مه/وري ۱۹مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې ترسره شوه په کې د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور وویل، چې د بريښنايي حکومتولۍ په مرسته اداري چارې ګړندۍ کيږي او ټولو اړوندو چارو ته په کم وخت او ښه توګه رسېدنه کيږي او ټينګار يې وکړ چې د برېښنايي حکومتولۍ د پراختيا او پياوړتيا په اړه دې اړونده ادارې خپلمنځي همکاري او همغږي پیاوړې کړي.
په غونډه کې د امارت د تشکیلاتو، بیاکتنې، اصلاحاتو او کادري چارو ریاست له لوري د وزارتونو او امارتي ادارو د کارکوونکو چارو واحدونو استازو لپاره د برېښنایي حکومتولۍ د پروسې تطبیق په اړه پريزنټيشن وړاندې شو.
په دې پريزنټيشن کې د برېښنايي حکومتولۍ پياوړتيا او پراختيا په اړه بېلابېل لارې چارې له ګډونوالو سره شريکې شوې او ورپسې د برېښنايي حکومتولۍ په اړه د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وويل شول.
په دې پريزنټيشن کې د کارکوونکو د ګزارش ورکولو، استخدام، تشکیلاتو، سوانحو، د وظایفو لوایح، حاضري، د بایومټریک تطبیق او معاشاتو اړوند موارد تشريح شول، ترڅو د کارکوونکو چارو په برخه کې د وخت د ضياع، خيالي بستونو او اداري فساد مخه ونیول شي.
دا غونډه چې د قرآنکريم په تلاوت پيل شوې وه، د خیر په دعا پای ته ورسېده.