د چارو ادارې لوی رئيس: د هېواد ځنګلونو د ساتنې په موخه ځانګړې امنيتي قطعه رامنځته شوې

د چارو ادارې لوی رئيس: د هېواد ځنګلونو د ساتنې په موخه ځانګړې امنيتي قطعه رامنځته شوې

د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور د ددې ادارې د نيالګيو ايښودلو کمپاين د پرانيستې په مراسمو کې ګډون او وينا وکړه.

دغه مراسم نن یکشنبه (شوال المکرم ۸مه/ وري ۱۷) د پغمان بالا باغ په ماڼۍ کې ترسره شول، چې په کې د چارو ادارې لوی رئيس، مرستیالانو، رئیسانو، امرينو او یو شمېر کارکوونکو هم ګډون کړی و.

په غونډه کې شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور په خپله وینا کې وویل، د نيالګيو ايښودلو سره ځمکه ابادېږي، هوا پاکيږي او خلکو ته هم ګټه رسوي او د اسلامي امارت له حاکميت وروسته د نيالګيو ايښودلو او د شنې فضا پراختيا ته جدي پاملرنه شوې ده.

نوموړي زياته کړه، چې پنځوس کاله وړاندې هغه مهال چې په هېواد کې جګړه نه وه او يرغلګرو شتون نه درلود، د هېواد غرونه په ځنګلونو پوښل شوي وو، جګړو او د اشغالګرو شتون د دې لامل شول چې ونې پرې شي او له منځه لاړې شي.

د چارو ادارې لوی رئیس د خپلو خبرو په دوام وویل؛ د کابینې په غونډو کې د ځنګلونو د ساتنې او نیالګیو اېښودلو په اړه څو ځلې بحثونه شوي او د هېواد ځنګلونو او د شنو سیمو د ساتنې لپاره ځانګړې قطعه جوړه شوې ده.

بل لور ته د ودانيو د ساتنې او څارنې رئیس مولوي محمد یوسف سعد د تېر کال فعالیتونو او د راتلونکي کال لپاره د خپلو پلانونو په اړه تفصيلي معلومات ګډونوالو ته وړاندې کړل.

د غونډې په پای کې د چارو ادارې لوی رياست د بېلابېلو ريایستونو مسؤولینو او کارکوونکو له لوري په ټاکل شويو ساحو کې نيالګي کېنول شول او دا پروګرام د خير په دعا پای ته ورسېده.