د کابل ښاروالۍ صنفي جوازونو د ستونزې د حل په اړه غونډه ترسره شوه

د چارو ادارې لوی رياست د پانګونې اسانتيا رياست په رهبرۍ د کابل ښاروالۍ او د شرکتونو د استازو تر منځ د صنفي جوازونو د ستونزې د حل په موخه غونډه ترسره شوه.
دغه غونډه چې نن شنبه د (وري دويمه/ رمضان المبارک ۲۲مه) د چارو ادارې لوی رياست د پانګونې اسانتيا رياست په د فترکې جوړه شوې وه په پيل کې د پانګونې اسانتيا رئيس مولوي انجينر احمد ضياء خالد وويل د زياتو عرائضو او د مشرتابه د هدايت په اساس دغې ستونزې ته بايد د حل لاره ولټول شي.
د شرکتونو استازو په خپل نوبت سره د يادې ستونزې په اړه خبرې وکړې او خپلې ستونزې يې د چارو ادارې لوی رياست د پانګونې اسانتيا رئيس سره شريکې کړې او مقابل لوري هم په خپل وار سره دلايل وړاندې کړل.
په پای کې د چارو ادارې لوی رياست د پانګونې اسانتيا رئيس پرېکړه وکړه چې تر څو د ښارواليو قانون جوړيږي تر هغه پورې د کابل ښاروالۍ حق نه لري، هغه سوداګر چې د تجارت وزارت جواز ولري خپل صنفي جوازونه ورکړي او يا يې د فعاليت مخه ونيسي.
دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت سره پيل شوې وه د خير په دعا سره پای ته ورسېده.