د ملي تدارکاتو رئیس د افغانستان لپاره د قزاقستان د سوداګرۍ له رئیس سره ولیدل

د چارو ادارې لوی رئيس د ملي تدارکاتو رئیس مولوي عبدالباقي منصور، د افغانستان لپاره د قزاقستان د سوداګرۍ له رئیس ارمان یاسین تایوف سره ولیدل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو د پراخولو په اړه یې خبرې وکړې.

دا لیدنه نن چهارشنبه (رمضان المبارک ۱۹مه/کب ۲۹مه)، د ملي تدارکاتو ادارې په مقر کې ترسره شوه، په کې دواړو لوریو د سوداګریزو معاملاتو د اسانتیا، همغږۍ پياوړتيا او د ګډې پانګونې فرصتونو د ارزولو په اړه بحث وکړ.

د ملي تدارکاتو رئیس مولوي عبدالباقي منصور د قزاقستان له سوداګریزو همکاریو هرکلی وکړ او د امارتي ادارو د اساسي اړتیاوو پوره کولو او د دواړو هېوادونو د اقتصادي ودې يې ټينګار وکړ.

د ملي تدارکاتو رئیس وویل: افغانستان په ټولو برخو کې پانګونې اړتیا لري او موږ له قزاقستان سره د پراخو سوداګریزو اړیکو غوښتونکي یو.

بل لور ته د قزاقستان د سوداګرۍ رئیس ارمان یاسین تایوف، له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو د پراختيا لپاره د خپل هېواد پر ژمنتیا ټینګار وکړ. نوموړي وویل چې د قزاقستان شرکتونه چمتو دي، ترڅو د افغانستان لپاره د اړتیا وړ توکي او خدمات برابر کړي.

نوموړي زیاته کړه چې قزاقستان لومړنی هېواد دی، چې د افغانستان د سوداګریزو تولیداتو تر ټولو لوی نندارتون یې جوړ کړ او اوس د اسلامي امارت او قزاقستان سوداګريزې اړیکې په لوړه کچه دي.

د دې لیدنې په پای کې دواړو لوریو موافقه وکړه، چې د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او دوه اړخیزو همکاریو لپاره باید یو تفاهم لیک ترتیب شي، تر څو يې پر بنسټ پرمختګ وشي.

یاده غونډه د قرانکریم په تلاوت پیل او د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.