یو باب کور خپل اصلي څښتن ته وسپارل شو

 

نن شنبه (رمضان المبارک ۱۵مه/کب ۲۵مه) یو باب کور د چارو ادارې لوی ریاست د کورونو او جایدادونو د بررسۍ او تحت تامین ریاست له لوري د کابل ښار پنځمې ناحیې خوشحال خان سیمه کې، خپل اصلي څښتن ته وسپارل شو.

د کورونو او جایدادونو د بررسۍ او تحت تامین ریاست یو تن مسؤول مولوي لعل محمد برهاني وویل چې ددې ریاست په هڅو یو باب اپارتمان له غضب څخه د مخنیوي په موخه مهر لاک شوی وه، چې د اصلي سندونو د طی مراحل کېدو وروسته یې اصلي څښتن ته وسپارل شو.

نور اغا د غلام سخي زوی چې د پکتیا ولایت اصلي اوسېدونکی او د اپارتمان اصلي څښتن دی، د چارو ادارې لوی ریاست د کورونو او جایدادونو د بررسۍ او تحت تامین ریاست له همکارۍ مننه وکړه او خوشالي یې څرګنده کړه.

د یادونې وړ ده چې د چارو ادارې لوی ریاست د کورونو او جایدادونو د بررسۍ او تحت تامین ریاست له اړوندو نهادونو سره په همغږۍ تر اوسه لسګونه کورونه او اپارتمانونه خپل اصلي مالکانو ته سپارلي دي او دا پروسه دوام لري.