د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس د شينوارو قوم علماوو، قومي مخورو او ځوانانو سره وليدل

 

د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي محمد رباني ناصح د ننګرهار ولايت د شينوارو قوم علماوو، قومي مخورو او ځوانانو سره د هغوی د ستونزو حل په موخه وليدل.

دغه غونډه چې نن چهارشنبه (رمضان المبارک ۵مه/کب ۱۵ مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، په پيل کې د فرهنګي او ټولنيزو چارو رياست مرستيال ښاغلي نورمحمد حيدري ګډونوالو ته د غونډې په اړه ابتدايي معلومات وړاندې کړل او د اجنډا اړوند يې وضاحت ورکړ.

په غونډه کې د شينوارو شپږ ګونو ولسواليو علماوو، قومي مخورو او ځوانانو په نوبت سره خبرې وکړې او په دغو ولسواليو کې يې د سرکونو، ښوونځيو، کلنيکونو، بندونو، استنادي دېوالونو او جوماتونو په برخه کې خپلې ستونزې او مشکلات شريک کړل او د بې ځايه شوو کډوالو په اړه يې د لازمو مرستو غوښتنه وکړه.

همدا راز يې زياته کړه چې د شينوارو ولسونه د برېښنايي تذکرو په اړه له زياتو ستونزو سره مخ دي او غوښتنه يې وکړه چې يادو ولسواليو ته دې د احصايې يو مرکز پرانيستل شي او همدارنګه يې د کابل ميشتو شينوارو لپاره د هديرې ځمکې وړانديز وکړ.

د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس د شينوارو ولسواليو استازو ستونزې او مشکلات په غور سره واورېدل او ډاډ يې ورکړ چې ستونزې به يې د حل په موخه له اړوندو ادارو سره شريکې کړي.

دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت سره پیل شوې وه، د خير په دعا پای ته ورسېده.