د صنعت او سوداګرۍ وزارت د پالیسۍ پراختیا لپاره د همغږۍ غونډه جوړه شوه

د همغږۍ غونډه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د پالیسۍ او لا پیاوړتیا لپاره د چارو ادارې لوی ریاست د پالیسۍ او ستراتیژۍ رئیس، مولوي اسلام الدین عثماني په مشرۍ د پالیسۍ او ستراتیژۍ د رئیس په کاري دفتر کې ترسره شوه.

دغه غونډه چې نن یکشنبه (رجب المرجب ۱۱مهمرغومي ۲۳مه) د قرانکریم د مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شوه، په کې د چارو ادارې لوی ریاست د پالیسۍ او ستراتیژۍ رئیس د صنعت او سوداګرۍ وزارت د فعالیتونو او پالیسۍ پراختیا د ټولنې د وګړو په ژوند کې د بدلون راوستلو کې اغېزمن او مهم وبلل او زیاته یې کړه چې د چارو ادارې لوی ریاست د پالیسۍ او ستراتیژۍ ریاست له صنعت او سوداګرۍ وزارت سره د پالیسۍ جوړونې په برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

په دې غونډه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ستراتیژۍ، پالیسۍ او پلان رئیس عبدالمقیم افغان وویل چې شاوخوا ۱۶۰ زره جریبه ځمکه د هېواد د صنعتي کولو په موخه دغه وزارت ته ځانګړې شوې ده او اړتیا ده چې اوږدمهاله او ستراتیژیک فکر ولرو ترڅو په سوداګرۍ کې پرمختګ وکړو.

په دې غونډه کې ګډونوالو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د پالیسۍ پراختیا او پیاوړتیا په اړه خپل نظریات او وړاندیزونه وړاندې کړل او پرېکړه وشوه چې د وزارتونو او اړوندو ادارو یو ګډه کمېټه جوړه شي ترڅو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د پالیسۍ پراختیا لپاره عملي کار پیل کړي.

غونډه د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.