د صنعت او سوداګرۍ وزارت د پالیسۍ پراختیا په اړه د همغږۍ غونډه وشوه

د چارو ادارې لوی ریاست د پالیسۍ او ستراتیژۍ رئیس مولوي اسلام الدین عثماني په مشرۍ د صنعت او سوداګرۍ وزارت د پالیسۍ پراختيا په موخه د همغږۍ غونډه وشوه.

دغه غونډه چې نن یکشنبه (رجب المرجب ۱۱مه/ مرغومي ۲۳مه) د قرانکریم د مبارکو ایتونو په تلاوت پیل شوه، په کې د چارو ادارې لوی ریاست د پالیسۍ او ستراتیژۍ رئیس د صنعت او سوداګرۍ وزارت د فعالیتونو او پالیسۍ پراختیا د ولس په ژوند کې د مثبت بدلون راوستلو په برخه کې اغېزناک او مهم وبلله او زیاته یې کړه چې د پالیسۍ او ستراتیژۍ ریاست له صنعت او سوداګرۍ وزارت سره د پالیسۍ د پراختيا او بډاينې په برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

په دې غونډه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ستراتیژۍ، پلان او پالیسۍ رئیس عبدالمقیم افغان وویل چې شاوخوا ۱۶۰ زره جریبه ځمکه د هېواد د صنعتي کولو په موخه دغه وزارت ته ځانګړې شوې ده او اړتیا ده چې اوږدمهاله او ستراتیژیک پلان ولرو ترڅو په سوداګرۍ کې پرمختګ وکړو.

په دې غونډه کې ګډونوالو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د پالیسۍ پراختیا او پیاوړتیا په اړه خپل نظریات او وړاندیزونه وړاندې کړل او پرېکړه وشوه چې د وزارتونو او اړوندو ادارو یو ګډه کمېټه جوړه شي ترڅو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د پالیسۍ پراختیا لپاره عملي کار پیل کړي.

دا غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.