د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې او ښارواليو چارو سمون عمومي رياست ترمنځ د اداري پروسو ساده کولو تفاهم ليک لاسليک شو

د اداري پروسو ساده کولو د عملي تطبيق په موخه جوړ شوي مجلس چې د امارت چارو د انسجام مرستيال مولوي سيف الدين تائب په مشرۍ جوړ شوی و، په کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې او ښارواليو چارو د سمون عمومي رياست رئيسانو ګډون کړی و.
دغه ناسته چې نن پنجشنبه (رجب المرجب ۸مه/مرغومي ۲۰مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوه، په پیل کې د چارو ادارې لوی ریاست د امارت چارو د انسجام مرستیال مولوي سیف الدین تائب د اداري پروسو د ساده کولو پر اهمیت خبرې وکړې.
ښاغلي تائب د خلکو د ستونزو حل او ورته اسانتياوې برابرول د اسلامي نظام اساسي موخې وبللې او په هېواد کې يې د ملکي خدمتونو د ادارو د پروسو ساده کول اړين وبلل او په دې برخه کې يې د اداري اصلاحاتو ادارې فعالیتونه وستایل.
په غونډه کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې رئیس مفتي شهزاده نور راشد د خپل فعالیتونو راپور وړاندې کولو ترڅنګ د اداري پروسو د ساده کولو په برخه کې وویل چې مونږ هڅه کوو ترڅو په ولایتونو کې پیچلې اداري پروسې ژر تر ژره ساده کړو ترڅو هېوادوالو ته خدمات په اسانۍ سره وړاندې شي.
بل لور ته د ښاروالیو چارو د سمون عمومي رئیس مولوي محمد اسحق اخندزاده وویل د پیچلو اداري پروسو ساده کول جدي اړتیا ده او د نظام هره برخه چې پياوړې کېږي؛ ورسره حکومتولي پیاوړې کيږي.
د یادونې وړ ده چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونه اداره توانېدلی چې په وزارتونو او امارتي بنسټونو لکه د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ، عامې روغتیا وزارت او د افغانستان برښنا شرکت کې سلګونه اداري پروسې ساده کړي او خلکو ته د خدماتو وړاندې کولو کې اسانتیا رامنځته کړي.
دغه غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوې وه، د خیر په دعا پای ته ورسېده.