د ارشاد حج او اوقافو وزارت د ملکيتونو ستونزې حل په اړه د همغږۍ غونډه وشوه

د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي محمد رباني ناصح په مشرۍ د ارشاد، حج او اوقافو وزارت، د ښارواليو چارو د سمون عمومي ریاست او کابل ښاروالۍ د مسؤولینو ترمنځ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د ملکيتونو د ستونزو حل په اړه غونډه وشوه.
دغه غونډه چې نن چهارشنبه (رجب المرجب ۷مه/ مرغومي ۱۹مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه؛ په پيل کې د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رياست مرستيال نورمحمد حيدري ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ وويل چې د چارو ادارې لوی رياست دنده لري ترڅو د امارتي وزارتونو او ادارو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ په برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي.
په دې غونډه کې پرېکړه وشوه چې د اړوندو ادارو تخنيکي کمېټه دې تشکيل شي او په کابل، ننګرهار، لوګر او یو شمېر نورو ولایتونو کې دې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د ملکيتونو او وقف شويو ځمکو چې اوسمهال د کابل او ولايتي ښاروالیو په تصرف کې دي؛ په اړه یې څېړنې وشي، تثبيت شي او ګزارش يې په دې اړه راتلونکې غونډې ته وړاندې شي.
دا غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.