د چارو ادارې لوی رئيس د ماليې وزارت مسؤولينو لپاره جوړ شوي ښوونيز پروګرام کې ګډون وکړ
د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور د ماليې وزارت، مالي معينيت، د خزاينو رياست له لوري د بودجوي واحدونو او مالي مسؤولينو ته په مالي او حسابي برخو کې جوړ شوي ښوونيز پروګرام کې ګډون او وينا وکړه.
دا غونډه چې نن شنبه (رجبالمرجب ۳مه/مرغومي ۱۵مه) د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه؛ پکې د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، د لوړو زدهکړو وزیر شیخ ندامحمد ندیم، مالیې وزیر ملامحمد ناصر اخند او د ګڼو بودجوي واحدونو مسؤلینو برخه اخیستې وه.
غونډې ته د چارو ادارې لوی رئیس په خپله وینا کې وویل؛ د خوښۍ ځای دی، چې د مالي برخو مسؤولینو ته د ظرفیت لوړونې په موخه ښوونیز پروګرامونه جوړيږي او په وينا يې چې دا مسؤولیت ته د ژمنتیا احساس او انګېزه نوره هم پیاوړې کوي.
شيخ الحديث مولوي نورالحق انور وويل چې رسول الله صلی الله عليه وسلم خپل صحابه کرام د دا ډول خیر او ښېګڼې لپاره روزلي وو، چې ټولې نړۍ ته یې د اسلام دین او د انسانیت پیغام ورساوه؛ په اسلامي نظام کې چې په چا باور او اعتماد شوی؛ لازمه ده چې هغوی هڅه او کوښښ وکړي، چې د دندې اړوند په ټولو چارو ځان پوه او باخبره کړي او شته فرصتونه يو امانت وبولي.
نوموړي وويل چې زمونږ او ستاسو تړاو له داسې یو دین سره دی، چې هر ځای کې راته د علم، زده کړې او معلوماتو زیاتولو امر کوي، د مالي چارو او اقتصاد اړوند زمونږ او ستاسو دین کې بشپړ وضاحتونه شته، چې په زدهکولو سره به مو د وخت او مالي چارو په ترسره کولو کې سپما کړې وي، شفافیت به مو رامنځته کړی وي او په کمو امکاناتو به مو ډیر څه ترسره کړي وي.
دې غونډې ته د مالیې او لوړو زده کړو وزیرانو هم ویناوې وکړې او دا مجلس چې د قرانکریم په مبارکو ایتونو پیل شوی و؛ د خیر په دعا پای ته ورسېده.