د‌ چارو ادارې لوی رييس په حضور کې د جيولوجستانو نړيواله ورځ ونمانځل شوه

د‌ چارو ادارې لوی رييس په حضور کې د جيولوجستانو نړيواله ورځ ونمانځل شوه


د کابل پولیتخنیک پوهنتون له لوري د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي په حضور کې، د کانونو او پطرولیم، د لوړو زده کړو، پوهنې او ښځو چارو وزيرانو، د پولیتخنیک پوهنتون رهبري، د کابل پوهنتون رييس، د ملي شورا غړو، محصلينو او مدني ټولنې غړو په ګډون د جيولوجستانو نړيواله ورځ ونمانځل شوه.
د مراسمو په پيل کې د کابل پولي تخنيک پوهنتون مشر عبدالرشيد اقبال د جيولوجستانو نړيوالې ورځ مبارکۍ او ميلمنو ته ښه راغلاست ترڅنګ، د‌ افغانستان د کانونو او طبيعي منابعو د ارزښت او اهميت په اړه خبرې وکړې.
ښاغلي اقبال وويل، څو کاله وړاندې د پولي تخنيک پوهنتون د‌ محصلينو او د کانونو او پطرولیم وزارت ترمنځ د عملي زده کړو دوره او مدت معاش همکاري موجود وه، خو اوس دا پروسه ځنډول شوې، د پولیتخنیک پوهنتون لابراتوار فعاليت د حکومت مرستې ته اړتیا لري او د چارو ادارې له لوی رئیس يې وغوښتل، چې د دغو ستونزو د حل همکاريو ترڅنګ، د پولیتخنیک پوهنتون اړوند د لوی جرګې تالار د سياسي او د ګوندونو د شخصي فعاليتونو د کارولو وژغوري.
په غونډه کې د جيولوجستانو د نړيوالې ورځ په مناسبت د هيواد د جلالتمآب جمهور رئیس پيغام وړاندې شو، چې د کانونو او طبيعي سرچينو د لوړ ارزښت اد د حکومت د‌ځانګړې پاملرنې په اړه يې اشاره درلوده.
د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي په دغو مراسمو کې د جيولوجستانو نړيوالې ورځ مبارکۍ ترڅنګ، د معادن سکټور ته د افغانستان اسلامي جمهوريت د رهبرۍ د خاصې پاملرنې او جينوا کنفرانس کې له نړيوالو سره د‌ کانونو سکټور د‌مديريت په اړه د افغان حکومت د‌ ژمنو يادونه وکړه.
ښاغلي فضلي د پولیتخنیک پوهنتون د رييس د غوښتنو په اړه وويل، د‌ کانونو او پطرولیم وزارت رهبري د محصلينو د پرکتيک دورې مدت معاش ستونزه حل کولای شي، د لوړو زده کړو وزير د پولیتخنیک پوهنتون د لابراتوار د‌‌ فعالولو ډاډ ورکړی او دغه راز د لويې جرګې تالار کې د احزابو د سياسي غونډو له امله د‌ محصلينو د تدریس د ځنډ ستونزې به د حکومت مشرتابه ته ورسوي.
په غونډه کې د لوړو زدکړو وزير ډاکټر عباس بصیر د کانونو او پطرولیم وزارت او د پوهنتونونو د‌ محصلينو د نږدې همکارۍ او روزنيزو پروګرامونو جوړولو ټينګار وکړ.
دغه راز د کانونو او پطرولیم وزیر محمد هارون چخانسوري د يو پريزينتيشن په وړاندې کولو سره د هيواد د معادن سکټور اړوند پروسې او د لارې نقشه تشريح کړه.