د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس د‌ هلمند والي سره وکتل

د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس د‌ هلمند والي سره وکتل


د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر محمود فضلي د هلمند والي جنرال عبدالنبي الهام سره وکتل.
د‌ هلمند والي د چارو ادارې لوی رئیس سره د خپلو برنامو، لاسته راوړنو او ستونزو شريکولو ترڅنګ، په ياد ولايت د شته ستونزو د حل همکاريو غوښتنه وکړه.
د‌ جمهوري رياست د چارو ادارې لوی رئیس د هلمند د والي فعاليتونه‌او برنامې وستايلې او ژمنه يې وکړه چې په هلمند ولايت کې د شته ستونزو حل لپاره به د اړوندو ادارو ترمنځ لازمه همغږي رامنځته کړي.