د چارو ادارې لوی رئیس د ټرانسپورټ وزارت له نوماند او سرپرست سره ولیدل

د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکتر فضل محمود فضلي د ټرانسپورټ وزارت له نوماند او سرپرست قدرت الله ذکي سره ولیدل.
د دې لیدنې په ترڅ کې، د ټرانسپورټ وزارت نوماند او سرپرست د خپلو راتلونکو برنامو او د اصلاحاتو په موخه چمتو شوو طرحو په اړه معلومات وړاندې کړل او د عملي کیدو صورت کې یې د وضعیت د ښه کېدو ډاډ ورکړ.
د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس، د ټرانسپورټ وزارت د نویو کاري پروګرامونو او د اصلاحي طرحو هرکلي ترڅنګ، ډاډ ورکړ چې د جمهوري ریاست د چارو اداره به د ذکر شوو طرحو د عملي کیدو لپاره له اړوندو ادارو سره ښه همغږي