د خصوصي سکتور د پراختیا اجرایوي کمېټې د درېیمې کاري ډلې (پرایسک) غونډه وشوه

د خصوصي سکتور د پراختیا اجرایوي کمېټې د درېیمې کاري ډلې (پرایسک) غونډه وشوه


د جمهوري ریاست د چارو ادارې د پانګونې د اسانتیا واحد رییس عطاالله نصیب په حضور کې د مالیې، ښار جوړولو او ځمکو، کانونو او پترولیم، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو، د جمهوري ریاست د لومړي معاونیت، کابل ښاروالۍ، د نړیوالې سوداګرۍ خونې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې، د برېښنا شرکت او د احصایې او معلوماتو مرکزې ادارې استازو سره د خصوصي سکتور د پراختیا اجرایوي کمېټې د درېیم کاري ګروپ (پرایسک) غونډه وشوه.
په پېل کې د پانګونې د اسانتیا واحد رییس د خصوصي سکتور د پراختیا اجرایوي کمېټې په اړه خبرې وکړې، د جلالتمآب جمهور رییس د 2943 شمېرې حکم د تعقیب او دغه کمیټه کې د اړوندو ادارو ترمنځ یې د همکاریو د پیاوړتیا غوښتنه وکړه.
د غونډې ګډونوالو د توکو ګدامونو او لوحو برخه کې د ښاروالۍ د قانون د تعدیل وړاندیز په اړه خبرې وکړې او دغه راز د جواز د واحد سازۍ اود یوه چترلار نقشې لومړنۍ طرحې پریزینټیشن وړاندې شو او د غونډې ګډونوالو یې په تړاو خپل نظرونه شریک کړل.
په پای کې پرېکړه وشوه، چې د کابل ښاروالۍ خپلې ادارې غونډې ته د قانون د تعدیل پیشنهاد وړاندې کړي، څو د هغې پرېکړې مطابق د پرایسک غونډه وروستی تصمیم ونیسي.