د مرسته کوونکو هېوادونو او بنسټونو له سفیرانو او مسوولینو سره د جینوا کنفرانس د ژمنو د تعقیب د همغږۍ دوېمه ناسته وشوه

د مرسته کوونکو هېوادونو او بنسټونو له سفیرانو او مسوولینو سره د جینوا کنفرانس د ژمنو د تعقیب د همغږۍ دوېمه ناسته وشوه


د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئيس ډاکټر فضل محمود فضلي د مرسته کوونکو هېوادونو سفیرانو او د همکارو بنسټونو له مسوولینو سره د جینوا کنفرانس د ژمنو د تعقیب د همغږۍ دوېمه ناسته کې ګډون وکړ.
په دغه ناسته کې چې د مالیې وزارت سرپرست او د چارو ادارې د پانګونې د اسانتیا واحد رئیس هم حضور درلود، د امریکا، برتانیې، جرمني، جاپان، استرالیا، کاناډا، فنلنډ، ایټالیا او د اروپایي ټولنې هېوادونو سفیرانو او د نړیوال بانک، یوناما او په کابل کې د اسیایي پراختیايي بانک مسوولینو سره یې د د جینوا کنفرانس د ژمنو د عملي کولو د لومړۍ ربعې راپور په اړه بحثونه او نظرونه شریک کړل.
د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئيس د جینوا د ژمنو د تحقق د لومړۍ ربعې راپور په اړه د نړیوالو شریکانو د نظرونو او د افغانستان د مشارکت چارچوب سند په تړاو د دولت د پرمختګونو په اړه خبرې وکړې ویې ویل، چې د جینوا د ژمنو تحقق راتلونکو راپورونو کې به مطرح شوي نظرونه هم اضافه شي او د یو مشخص زماني جدول مطابق به دوېم راپور ترتیب او نړیوالو همکارانو ته به وړاندې شي.
دغه راز د مالیې وزارت سرپرست خالد پاینده د نړیوالو همکارانو د نظرونو د هر کلي ترڅنګ د جینوا کنفرانس د ژمنو او د دغو همکاریو د اهمیت په اړه بحث وکړ او د جینوا کنفرانس د ژمنو عملي کولو په تړاو یې خپل نظرونه وړاندې کړل.
د مرسته کوونکو هېوادونو او بنسټونو استازو د جینوا د ژمنو د تطبیق برخه کې د افغانستان د مشارکت چارچوب د لومړۍ ربعې راپور هر کلی وکړ او د جینوا د ژمنو عملي کولو راتلونکو راپورونو کې د دوی د نظرونو د شامل کیدو له امله مننه وکړه. دوی د جینوا کنفرانس د ژمنو تطبیق موثریت تامین لپاره د دغه ډول غونډو جوړیدو د دوام ټینګار وکړ.