د جینوا کنفرانس د ژمنو پلي کولو کې د دولت او نړیوالو بنسټونو ګډې کمیټې غونډه وشوه

د جینوا کنفرانس د ژمنو پلي کولو کې د دولت او نړیوالو بنسټونو ګډې کمیټې غونډه وشوه


د جینوا کنفرانس د ژمنو د پلي کیدو لپاره د دولت او نړیوالو بنسټونو د ګډې کمیټې شپږمه غونډه د دولت له لوري د چارو ادارې لوی ریاست او مالیې وزارت استازو او د نړيوالې ټولنې په استازيتوب د نړیوال بانک، یوناما او اروپایی ټولنې استازو په ګډون په آنلاین بڼه جوړه شوه.
په دغه غونډه کې د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست ستر سلاکار عبدالسبحان رؤوف‌او جمهوري ریاست د چارو ادارې د عالي شورا د چارو انسجام او د جينوا کنفرانس ژمنو د‌ تعقيب سکرتريت مشر شاپور ژمن او د ماليې وزارت د همغږۍ، څارنې او راپور ورکولو لوی رئیس سهيل کاکړ د دولت له لوري او يوناما، نړيوال بانک او اروپايي ټولنې استازو د نړيوالې ټولنې له لوري ګډون کړی و د‌ جينوا کنفرانس د ژمنو پلي کولو د لومړۍ ربعې راپور، د بيروني ارزونې د لايحې او دندو او د جنيوا کنفرانس د ژمنو تحقق د بورډ د همغږۍ او ګډ نظارت په اړه يې بحثونه وکړل.
په پيل کې د جمهوري ریاست د چارو ادارې ستر سلاکار عبدالسبحان رووف د غونډې ګډونوالو ته د جنيوا کنفرانس د ژمنو د تطبيق بورډ د لومړۍ ربعې کاري راپور وړاندې کړ.
په ورته وخت کې وخت کې د يوناما استازي د‌ غونډې ګډونوالو ته د بهرنۍ څارنې د لايحې او دندو په معلومات وړاندې کړل او ژمنه يې وکړه چې ډير ژر به د هغې مسوده د بورډ له غړو سره شريکه کړي.
د يوناما استازي د مشترک بورډ د‌‌ همغږۍ او څارنې په اړه معلومات وړاندې کړل او د غونډې ګډونوالو يې په اړه بحثونه وکړل.
د غونډې په پای کې پرېکړه وشوه، چې د‌ دې کميټې په راتلونکي ناستو کې د جينوا کنفرانس د ژمنو د عملي کولو بورډ د همغږۍ او ګډې څارنې بورډ په تخنيکي اړخونو نظرونه تبادله او د جنيوا کنفرانس د ژمنو د تطبيق د روان ميلادي کال ددویمې ربعې راپور د ياد بورډ له لوري نظارت شي.