د جنیوا کنفرانس د ژمنو رهبرۍ بورډ غونډه وشوه

د جنیوا کنفرانس د ژمنو رهبرۍ بورډ غونډه وشوه


د جنیوا کنفرانس د ژمنو رهبرۍ بورډ غونډه د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست د اړیکو مرستیال احمدالله نوید په حضور او د چارو ادارې ستر سلاکار عبدالسبحان رووف، د جمهوري ریاست د عالي شوراګانو د چارو انسجام رئیس، د بورډ غړو، مالیې وزارت او د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې استازو په ګډون جوړه شوه.
په پېل کې ښاغلي رووف د بورډ غړو او د غونډې ګډونوالو ته غونډې د اجنډا په اړه معلومات ورکړل.
دغه راز د جمهوري ریاست د عالي شوراګانو د چارو انسجام او د جنیوا کنفرانس د ژمنو د تعقیب سکریریت مشر شاپور ژمن د 2021 کال د لومړۍ ربعې( د جنوري له لومړۍ څخه د مارچ پای) پورې د جنیوا کنفرانس د ژمنو د تطبیق راپور، چې د تطبیق کوونکو ادارو له لوري له سکرتریت سره شریک شوی و، وړاندې کړ. د بورډ غړو د ذکر شوي راپور په تړاو خپل اصلاحي نظرونه شریک او په پایله کې چمتو شوی راپور په پرنسیب کې تایید شو.
له دې سره ښاغلي ژمن د جنیوا د ژمنو د تعقیب سکرتریت د ترسره شویو فعالیتونو او راتلونکو پلانونو راپور وړاندې کړ.
په پای کې د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې مرستیالې خدیجه آرین د غونډې ګډونوالو ته د ذکر شوې ادارې د فعالیتونو او تطبیقي طرحه وړاندې کړه. په غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د جمهوري ریاست د چارو اداره د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې د ستونزو حل کولو برخه کې همکاري وکړي.