د جینوا د ژمنو د تحقق لپاره د دولت او نړیوالو بنسټونو ګډې کمېټې غونډه وشوه

د جینوا د ژمنو د تحقق لپاره د دولت او نړیوالو بنسټونو ګډې کمېټې غونډه وشوه


د جینوا کنفرانس د ژمنو د عملي کولو لپاره د دولت او نړیوالو بنسټونو مشترکې کمېټې پنځه غونډه د جمهوري ریاست د چارو ادارې ستر سلاکار عبدالسبحان رووف، د جمهوري ریاست د چارو ادارې د عالي شوراګانو د چارو د انسجام او د جینوا کنفرانس د ژمنو د تعقیب سکرتریت رییس او د مالیې وزارت د پالیسۍ مرستیال، د دولت او یوناما، نړیوالې ټولنې، اروپایي ټولنې او نړیوالې ټولنې استازو له لوري د ویډیو کنفرانس په بڼه ترسره شوه.
په پېل کې د جمهوري ریاست د چارو ادارې ستر سلاکار عبدالسبحان رووف د غونډې ګډونوالو سره د چارو ادارې له لوري ترسره شوي فعالیتونه شریک کړل، د ژمنو د تعقیب لار نقشې مسوده چې د نړیوالې ټولنې له لوري ترتیب شوې او دغه راز د لوړ پوړو چارواکو غونډې (SOM) په اړه پحث وکړ.
د یوناما استازي د ارزونې د همغږۍ ګډې غونډې جوړیدو په اړه، چې ټاکل شوې د 2021 کال د جولای میاشت کې جوړه شي، معلومات وړاندې کړل.
دغه راز د (5+4+3) هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د سفیرانو او استازو د غونډې جوړیدو په تړاو خبرې وشوې.
د چارو ادارې له لوري ژمنه وشوه، چې د کمیټې د غړو د نظر اخیستنې په موخه به راتلونکې اونۍ په لومړیو کې د جینوا کنفرانس د ژمنو د تحقق راپور لومړنۍ مسوده شریکه کړي.