د اقتصاد عالي شورا

د اقتصاد عالي شورا

داقتصاد عالي شورا:

د اقتصاد عالي شورا د جمهوري ریاست د عالي مقام د 17/2/۱۳۹۹ نیټې د ( 17) ګڼه فرمان له مخې رامنځته شوی.

د دغې شورا د دارالانشاء مسولیت د جمهوري ریاست د چارو ادارې د عمومي ریاست پر غاړه دی.

د اقتصاد عالي شورا لاندې دندې لري:  

  1. د اقتصادي او مالي پالیسیو د اساسي کرښو ټاکل او د بودیجې جوړښت د همغږۍ، فقرکمولو، خدماتو وړاندې کولو او ښاروندانو د مشارکت لپاره د سیمه ییزو همکاریو اتصال او د لنډمهاله، منځ مهاله او اوږد مهاله پرمختیایي لومړیتوبونو په نښه کول؛
  2. د هېواد په کچه د اقتصادي اصلاحاتو د طرحې په اړه د لازمو پریکړو ترسره کول؛
  3. په اقتصادي او پرمختیایي سکتور کې د پالېسیو او برنامو په اړه د همغږیو رامنځته کول؛
  4. د پانګونې په اړه د وړاندیز شویو طرحو ارزونه، مسلکي مشورې ورکول او د پریکړو کول، دغه راز په هېواد کې د پانګونې د ودې لپاره خصوصي سکتور ته د مناسب چاپېریال برابرول ، د دوی ستونزو ته رسیدنه او په دې برخه کې یې د مشارکت هڅول؛
  5. د ملي، سیمه ییزو او نړیوالو همکاریو لومړیتوب لرونکو برنامو په اړه د لازمو هدایاتو وړاندې کول او تعقیبول یې؛
  6. د سیمې په کچه د اقتصادي همکاریو د پراختیا، د پانګونې او سیمه ییزو مرستو د جلب په اړه د لازمو پریکړو ترسره کول؛
  7. د ټرانسپورتي زیربناوو د پراختیا، ګمرکي اسانتیاوو او د خلکو د مشارکت له لارې د اقتصادي ودې د چټکتیا، خدماتو وړاندې کولو او فقر کمولو په برخه کې د لازمو پریکړو ترسره کول؛
  8. د افغانستان د اسلامي جمهوریت او سیمه ییزو هېوادونو ترمنځ د حمل ونقل ، ټرانسپورت او ترانزیت برخو د دهلیزونو د جوړیدو په اړه لازمې پریکړې؛
  9. سوداګریزو چارو او ملي سوداګرو ته د اسانتیاوو او مناسب مسیر ټاکلو او د هېواد د صادراتو او وارداتو د لګښت کمیدو لپاره لازمې پریکړې؛
  10. د سیمې او نړۍ هېوادونو سره د ترانزیتي، ګمرکي او قونسلي همکاریو د تفاهم لیکونو او پروتوکولونو په اړه هدایات او د پړاوونو سرته رسول؛
  11. له هېوادونو، سیمه ییزو او نړیوالو سازمانونو سره د اقتصادي او سوداګریزو تړونونو د پرمختګونو او لاسته راوړنو په اړه د شننو او کره شمېرو او راپورونو مطالعه او اوریدل؛
  12. له سویلي او مرکزي اسیا سره د سیمې د فرهنګ او سوداګرۍ د څلور لاري په توګه د افغانستان د نښلولو د پالیسیو، برنامو او ستراتیژیو څېړنه او ارزونه؛
  13. د فقر د کمیدو، د نتیجه محوره خدمتونو د وړاندې کولو د بنسټیزه کیدو او پکې د خلکو د مشارکت لپاره د پالیسو او برنامو د همغږي کولو ډلبندي او منظوري؛
  14. له سازمانونو او نړیوالې ټولنې سره د افغانستان اسلامي جمهوریت د سوداګریزو او پانګونې د اړوندو تعهداتو د تحقق او څارنې په اړه د لازمو پریکړو کول؛
  15. د هغو د کیفیت په اړه ګزارشونو اوریدل، شننه او څارنه، چې لومړیتوبونه یې د افغانستان د سولې او انکشاف د ملي سند له لومړیتوبونو سره مطابقت لري؛
  16. د شورا د پریکړو او د اقتصادي او انکشافي سکتورونو د برنامو او ستراتیژیو د پلي کیدو په برخه کې د وزارتونو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کول، تر څو د اغېزناکو خدمتونو، سیمه ییزې نښلونې، د فقر کمیدو او د خلکو د مشارکت سبب شي.