د علمي، فرهنګي او بشري پانګې عالي شورا

د علمي، فرهنګي او بشري پانګې عالي شورا

د علمي، فرهنګي او بشري پانګې عالي شورا:

د علمي، فرهنګي او بشري پانګې عالي شورا د جمهوري ریاست د عالي مقام د  17/2/۱۳۹۹ نېټې د ( 17) ګڼې فرمان له مخې رامنځته شوې ده. د دغې شورا د دارالانشاء مسئولیت د جمهوري ریاست د چارو ادارې د لوی ریاست پر غاړه دی.

دا عالي شورا لاندې دندې لري:  

  1. د بشري پانګې، فرهنګي، تعلیمي او تحصیلي بنسټونو د پياوړتیا لپاره د وزارتونو او ادارو ترمنځ د ګډو طرحو، پالېسیو، برنامو او پروژو په اړه پریکړې؛
  2. د علمي او فرهنګي بنسټونو د پياوړتیا او ودې په موخه، د ملي برنامو ډلبندي او مسیر ورکول؛
  3. د دیني او فرهنګي مرکزونو د ملاتړ په موخه پریکړې او په هېواد کې د دغو مرکزونو د دیني تعلیماتو له کیفیت او محتوا څخه ډاډ ترلاسه کول؛
  4. دولتي ادارو او د عالي شورا دارالانشا ته د عالي شورا د موخو د تحقق او د برنامو د لازم تطبیق لپاره د لازمو پریکړو صادرول، د قوانینو او تقنیني اسنادو تحکیم او فرهنګي وده؛
  5. د فرهنګي میراثونو د خوندیتوب په اړه لازمې پریکړې صادرول او د لرغونو تاریخي ابداتو په اړه علمي څېړنې؛
  6. په هېواد کې د فرهنګ، ادب، هنر او توریزم د پراختیا به اړه لازمې پریکړې او له فرهنګیانو، لیکوالو او پوهانو څخه د فرهنګ د ودې او فرهنګي اثارو د رامنځته کولو په موخه ملاتړ؛
  7. د تحصیلي بنسټونو د نصاب، تحصیلي بنسټونو، روزنې او علمي او فرهنګي فعالیتونو له لارې د ملي یووالي، فرهنګي تنوع ته د درناوي او یو بل زغملو د اړتیا د لیدلوري پياوړي کول؛
  8. د هېواد د تعلیمي، تحصیلي او دیني مرکزونو د نصاب بیا کتنه او څېړنه؛
  9. د بشري پانګې د ودې لپاره د ماموریت د دولت او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس د لیدلوري پربنسټ د ستراتیژیکو کاري لومړیتوبونو ټاکل او غړو ادارو ته د لارښوونو وړاندې کول؛
  10. د بشري پانګې د اړوندو وزارتونو د راپورونو اوریدل، د ستراتیژیو، پلانونو او فعالیتونو ارزونه او په اړه یې د لارښوونو او نظریاتو وړاندې کول؛
  11. د اقتصادي ودې په موخه د هېواد د بشري پانګې د اړتیاوو د رفع کولو د برنامو د تطبیق لپاره د پریکړو صادرول.