د قانون د واکمنۍ او حکومتولۍ عالي شورا

د قانون د واکمنۍ او حکومتولۍ عالي شورا:
د قانون د واکمنۍ او حکومتولۍ عالي شورا د جمهوري ریاست د عالي مقام د 17/2/۱۳۹۹ نېټې د ( 17) ګڼه فرمان له مخې رامنځته شوې ده. د دغې شورا د دارالانشاء مسئولیت د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست پر غاړه لري.
دغه عالي شورا لاندې دندې لري:
- د قانون د واکمنۍ په اړه د دولت د ملي ستراتیژۍ، پلانونو او پالیسیو تایید او منظوري، د عدالت تامین، د حکومتولۍ ښه کول، له اداري فساد سره مبارزه او د فرعي کمېټو او اړوندو ادارو له لوري د هېواد بېلا بېلو قشرونو ته د خوندیتوب رامنځته کول؛
- د ټولنې د بېلا بېلو قشرونو د حقوقي او ټولنیزو ستونزو د حل لپاره لازمې پریکړې او د خدماتو وړاندې کول؛
- د هېواد د بېلا بېلو قشرونو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ختمولو د لیدلوري پياوړتیا؛
- تقویت دیدگاه عمومی مبتنی بر محو خشونت علیه اقشار مختلف کشور؛
- د قانون د پياوړتیا لپاره د عدلي او قضایي نظام اصلاح، د بشري حقونو رعایت او عدالت ته لاسرسی؛
- د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اهدافو مطابق د قوانینو او نورو تقنیني اسنادو اصلاح؛
- د اداري فساد پر وړاندې د عدلي او قضایي مرکز د اجرآتو او پریکړو ملاتړ؛
- د عالي شورا د پریکړو د پياوړتیا او تمویل لپاره د تمویلونکو او د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د عدلي او قضایي مرکز د همغږۍ رامنځته کول؛
- په ولایتونو او ولسوالیو کې د اغېزناکې حکومتولۍ د پياوړتیا لپاره د مالي او هڅونکو جایزو تشخیص او وړاندیزول؛
- د حکومتولۍ د پالېسیو د تطبیق په برخه کې د وزارتونو او سیمه ییزو ادارو د ستونزو استماع، څېړنه، تشخیص او د حل لپاره یې پریکړې؛
- د ټولنې بېلابېلو قشرونو ؛ په ځانګړي ډول کډوالو او داخلي بې ځایه شویو ته د سالم او اغېزناک مدیریت لپاره د ملي او نړیوال لیدلوري د تطبیق د اسانتیاوو برابریدو ته لازمې پریکړې؛
- د بشري پانګې د اړوندو وزارتونو د ستراتیژیو، پلانونو او فعالیتونو ارزونه او زیانمنو قشرونو او ښځو ته د تعلیمي، تحصیلي او روغتیایي اسانتیاوو رامنځته کول؛
- د عالي شورا د اهدافو او پریکړو د تطبیق لپاره دولتي ادارو او فرعي کمېټو ته د لازمو هدایاتو او لارښوونو صادرول او د هغوی د پریکړو ملاتړ؛
- د عالي شورا د پریکړو په اړه د اړوندو دولتي او نادولتي بنسټونو او ارګانونو راپور ترلاسه کول.