د چارو ادارې د کارکوونکو د خوراک د تامین قراردادونو په تړاو د ولسي جرګې د یو غړي د ادعا رد په اړه رسنیزه اعلامیه


د چارو اداره، کابل: د افغانستان اسلامي جمهوریت د چارو ادارې لوی ریاست د دغې ادارې د سبزیو د تامین لپاره د ولسي جرګې د یو غړي هغه ادعا په کلکه ردوي چې ګواکې د چارو اداره یوازې د دیرش میلیونو ډالرو په ارزښت د سبزیو د پېر قرارداد لري.
د چارو ادارې په پارلماني چارو کې د دولت وزارت له طریق د ۰۲/۱۱/۱۳۹۹ نېټې د ۱۵۲۴۷شمیرې رسمي مکتوب په ترڅ کې د سبزیجاتو د تدارک قرادادونو ټول جزئیات شریک کړي دي.
د چارو ادارې لوی ریاست د جمهوري ریاست د عالي مقام د ټولو داخلي او بهرنیو میلمنو د خوراک د تامین ترڅنګ، د جمهوري ریاست د عالي مقام د لوی ریاست دفتر، د ښاغلي عبدالله عبدالله په مشرۍ د مصالحې عالي شورا، د ملي امنیت شورا دفتر اړوند د جمهوررئیس د ساتنې ریاست او رجال برجسته امنیت، دغه راز د جانبي واحدونو چې د مخکېني جمهوررئيس ښاغلي حامد کرزي دفتر، د جمهوري ریاست د مرستیالانو د دفترونو، د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې، د ملي تدارکاتو ادارې، د پانګونې د اسانتیا واحد، د سټراټيژیکو او عامه اړیکو ادارې، د پالېسۍ او سټراټيژۍ ادارې او د ملي پراختیا شرکت د پنځلس زره کارکوونکو د ورځېنۍ خوړو د تامین مسوولیت په غاړه لري.
د یادولو ده، چې په ۱۳۹۹مالي کال کې په ټولیز ډول د ۳۳ میلیونو افغانیو چې شاوخوا ۴سوه او اته وېشت زره امریکایي ډالر کیږي، مصرف شوي دي. په دې اساس په ولسي جرګې کې د خلکو د استازي له لوري د ۳۰ میلیونو ډالرو ادعا په بشپړ ډول ناسمه ده او حقیقت نه لري.
د جمهوري ریاست د چارو ادارې په دغه مکتوب کې د ټولو جزئیاتو ترڅنګ، له ولسي جرګې غواړي څو، د نا سمو معلوماتو وړاندې کولو چې د منفي تبلیغ، عامه ذهنیت د تخریب، د ولسي جرګې باور او حیثیت ته زیان رسوي ، ځان وساتي.