د جمهوري ریاست د چارو ادارې مطبوعاتي اعلامیه
د جمهوري ریاست د چارو ادارې مطبوعاتي اعلامیه

د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست په هېواد کې د حکومتي اجرااتو د تسهیل او چټکتیا تر څنګ مسوولیت لري چې د قانون د حاکمیت په موخه او پر دې ادارې باندې د خلکو د اعتماد په خاطر هغو ادعاوو او شکایتونو ته هم رسیدنه وکړي چې ګواګي ځیني افراد د ناوړه استفادې په خاطر په جعلي توګه ځانونه دولتي بنسټونو او اشخاصو ته منسوب ګڼي.
څه موده مخکې همداسې یو شخص ځان د یو شمېر دولتي ادارو رئیسانو او د شهیدانو کورنیو ته د جمهوري ریاست کارمند معرفي کړی و او په دې طریقه یې له ځینو مسوولینو او کورنیو د پیسو ترلاسه کولو هڅه کړې وه. له نیکه مرغه دغو مسوولینو موضوع د چارو ادارې ته راجع کړه.
د ادارې د پلټنو په نتیجه کې معلومه شوه چې دا شخص د جمهوري ریاست د هیڅ یوې ادارې کارمند نه دی. د چارو ادارې دا موضوع له کشفي او امنیتي ادارو سره شریکه کړه او بالاخره دا شخص د امنیتي ارګانونو له خوا توقیف شو. د دې قضیې تر بشپړیدو وروسته به د دغه کس هویت د امنیتي ارګانونو له خوا افشا شي.
له ټولو وطنوالو هیله کوو که هر څوک د جمهوري ریاست د بنسټ له ادرسه، له دغسې درغلګرو افرادو سره مخ کېږي، هیله ده لومړی یې هویت کره کړي او د شخص هویت او موضوع په لاندې شمېرې له موږ سره شریکه کړي:
0093 (0) 20 214 3351