د هغو لوړپوړو حکومتي چارواکو د نومونو د اعلان په اړه مطبوعاتي اعلامیه، چې خپلې شتمنۍ یې نه دي ثبت کړي
د هغو لوړپوړو حکومتي چارواکو د نومونو د اعلان په اړه مطبوعاتي اعلامیه، چې خپلې شتمنۍ یې نه دي ثبت کړي

د چارو اداره، کابل: د افغانستان اسلامي جمهوریت د کابینې د پریکړې له مخې، د ملي شورا د وکیلانو په ګډون ټول لوړپوړي حکومتي اراکین مکلف شوي، چې خپلې شتمنۍ د روان کال د زمري میاشتې تر شپږمې، د جمهوري ریاست د چارو ادارې د شتمنیو د ثبت له ریاست سره ثبت کړي، خو وروسته دغه مهلت د زمري تر ۱۳مې وغځول شو.
پر همدې بنسټ، د جمهوري ریاست د چارو اداره، نن د حکومت د هغو لوړپوړو اراکینو نومونه د یوه مطبوعاتي کنفرانس له لارې اعلانوي، چې په دغه موده کې یې، خپلې شتمنۍ نه دي ثبت کړي.