
د ښاغلي عبدالودود ثابت پېژندنه
د زېږیدو کال:1337
د زیږیدو ځای: بدخشان ولایت
لومړنۍ او منځنۍ زده کړې: لیسه غیاثی بدخشان
لوړې زده کړې: د کابل پوهنتون د فارمسې لیسانس
کاري تجربه:د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې د روغتیایي چارو سلاکار، د بدخشان ولایت مرستیال والي، د سرې میاشت رئیس ، د طب پوهنځي رئیس او د یاد پوهنځي د کیمیا او بیوشیمي ډیپارټمنټ استاد، په پارلماني چارو کې د دولت وزارت د مقام د دفتر رئیس او د هغه وزارت مالي او اداري رئیس او دغه راز په پارلماني چارو کې د دولت وزارت د مقام ستر سلاکار
اوسنۍ دنده: په ټولنیزو چارو کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت دعالي مقام ستر سلاکار