محمد نذیر احمدزی

د ښاغلي محمد نذیر احمدزی پېژندنه

د زیږیدنې کال: ۱۳۵۰

د زیږیدنې ځای: د لوګر ولایت محمد آغې ولسوالۍ

لومړنۍ زده کړې: د حضرت قیس بن سعد لیسه پيښور

لوړې زده کړې: د غازي امان الله خان لوړو زده کړو موسسې اقتصاد پوهنځي لیسانس- کابل

کاري تجربه: ۲ دورې د ولسي جرګې دویم مرستیال، ۱ دوره د ولسي جرګې د کډوالو، کوچیانو او سرحدونو کمیسیون مرستیال، ۱ د کډوالو، کوچیانو او سرحدونو چارو کمیسیون رئیس، ۲ کاله د احمدزیو قوم د سراسري شورا مشر، ۵ کاله د افغانستان د کوچیانو د سراسري شورا مرستیال او ۱ کال لپاره د افغانستان د کوچیانو د سراسري شورا مشر.

اوسنۍ دنده: قومي او سیاسي ګوندونو چارو کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د عالي مقام ستر سلاکار