لنډ خبرونه

د فراه ښاروالۍ د مشورتي بورډ غونډه ترسره شوه

4 ليندۍ 1403

د فراه ښاروالۍ د مشورتي بورډ پنځلس ورځنۍ غونډه د ښاروال ښاغلي الحاج مفتي سردار محمد مرصاد په مشرۍ د ښاروالۍ په تالار کې ترسره شوه.

په دې ناسته کې د فراه ښاروال، د ښاري حکومتولۍ امر، د مشورتي بورډ مرستیال او د یاد بورډ غړو ګډون درلود.

غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په پيل کې د ښاري حکومتولۍ امر د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د اجنډا له مخې، د مشورتي بورډ غړو په مهمو موضوعاتو بحث وکړ او د ښار په کچه د خلکو ستونزې يې د مشورتي بورډ له رئیس سره شریکې کړې.

بل لور ته د فراه ښاروال ښاغلي مفتي سردار محمد مرصاد د دوی ستونزې واوریدې او د حل ډاډ يې ورکړ او زياته يې کړه چې د مشورتي بورډ غونډې د ښاري ستونزو د حل لپاره مهمې دي او د ښاري خدمتونو د ښه والي لپاره باید ټول په ګډه کار وکړو.


د ملي تدارکاتو رياست

30 لړم 1403

د ملي تدارکاتو رياست د هلمند د کجکي برېښنا له فابريکې څخه د موسی قلعه تر ولسوالۍ پورې د ۲۰ کیلو ولټ ډبل سرکټ تجهيزاتو نصب، منتاژ، ازمايښت، کميشنينګ او د ۳۴ برېښنایي وسایلو او ودانيزو توکو د تدارک پروژې افر پرانيستې ناسته د داوطلب شرکتونو استازو په حضور کې وکړه.


د ملي تدارکاتو رياست

30 لړم 1403

د ملي تدارکاتو رياست له کجکي څخه د ميوند تر ولسوالۍ پورې د ۱۱۰ کیلو ولټ برېښنا ليږد د دويم لين سرکټ په فعالولو سره د شپږ قلمه برېښنايي تجهيزاتو د تدارک پروژې د افر پرانيستې ناسته د داوطلب شرکتونو د استازو په حضورکې تر سره کړه.