د چارو ادارې لوی رئیس د کندهار پوهنتون له رئیسانو او استادانو سره ولیدل
د کندهار پوهنتون د رئیسانو او استادانو، د کرنې او ټکنالوژۍ علومو د ملي پوهنتون او په کندهار کې د خصوصي پوهنتونونو د استادانو غونډه د جمهوري ریاست د چارو ادارې د لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي او کندهار والي الحاج روح الله خانزاده په حضور کې جوړه شوه.
د کندهار د پوهنتونونو استادانو او مسوولينو کندهار ته د چارو ادارې لوی رئیس د سفر له هرکلي سره، خپل وړانديزونه او ستونزې شريکې کړې.
دوی د تشکيل کمښت، د معياري تاسيساتو ،د سرسبزۍ لپاره د اوبو ستونزه، د ليليې او ترانسپورت نشتوالی، د ودانيو نا بشپړوالی او د کندهار پوهنتون د ځمکو غصب خپلې اصلي ستونزې يادې کړې.
دوی دغه راز وويل، چې د علم د تولید او څېړنو لپاره اړتيا ده، چې د پوهنتونونو کادري ظرفيتونه د ورکشاپونو د ترسره کولو او بورسونو له لارې پياوړي شي.
هغوی دغه راز د انکشافي پروژو، په ځانګړي ډول د دهلي بند او سولې بهير په اړه خپل نظرونه وړاندې او وويل، چې د نظام د ساتنې او ملت ژغورنې لپاره بايد په هېواد کې سیاسي يووالی رامنځته شي.
په دې غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت مرستيال عبدالتواب بالا کرزي د پوهنتونونو د غوښتنو او ستونزو په اړه معلومات وړاندې او د هر اړخيزې همکارۍ ژمنه وکړه.
د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي د کندهار د پوهنتونونو د هڅو په ستاينې سره وويل، چې د چارو ادارې د قانون د ساتنې او څارنې معاونیت ستاسې ټولې ستونزې او غوښتنې لیست کړي او عملي کيدل به يې تعقيب کړي.
د چارو ادارې لوی رئیس وویل: جلالتماب جمهور رئیس د هېواد انکشاف او د اوبو مدیریت ته خاصه پاملرنه لري، د کندهار دهلي بند بشپړولو ته يې هم ځانګړی تعهد موجود دی.
ښاغلي فضلي دسولې بهير په اړه وويل، چې په هيڅ صورت له معلوم حالت څخه د ابهام حالت ته نه ځو،سوله د هر افغان غوښتنه ده،پر وړاندې يې د ټولو خنډونو ايسته کولو ته کار کوو.
د غونډې په پای کې د کندهار والي الحاج روح الله خان زاده د کندهار د پوهنتونونو استادانو او رييسانو ته ډاډ ورکړ، چې زر به د کندهار پوهنتون د غصب شويو ځمکو د بيرته نيولو اقدام وکړي.