د چارو ادارې لوی رئيس د خبریالانو ملي ورځ په مناسبت له یو شمېر خبریالانو سره ولید

د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئيس ډاکټر فضل محمود فضلي له یو شمېر خبریالانو سره د کب د ۲۷مې د خبریالانو د ملي ورځ په مناسب وکتل.
ډاکټر فضلي دغه لیدنه کې د بیان ازادۍ شهیدانو روح ته د دعا ترڅنګ، خبریالانو ته د دوی د ملي ورځې مبارکي وویله. نوموړي د خبریالانو هدفي وژنې وغندلې او ویې ویل، په دغه ډول کړنو سره د افغانستان د خلکو غږ نه شي بندولی.
دغه راز ډاکټر فضلي له خبریالانو سره د یو ازاد بحث په ترڅ کې د افغانستان د سولې پروسې د وروستیو تحولاتو په اړه معلومات شریک کړل.