د حج پروسې ستونزو ته د رسیده ګۍ په موخه غونډه وشوه
د جمهوري ریاست د چارو ادارې د فرهنګي او ټولنیزو چارو ریاست له لوري د ارشاد، حج او اوقافو وزارت، ملي تدارکاتو ادارې او د جمهوري ریاست عالي مقام د دفتر ریاست استازو په ګډون د حج پروسې د ستونزو حل په موخه د همغږۍ ناسته وشوه.
د چارو ادارې د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس محبوب شاه محبوب د حج پروسه کې د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کولو، د اسانتیاوو او دغه پروسه کې د شته ستونزو حل په اړه خبرې وکړې.
دغه راز د ارشاد، حج او اوقافو وزارت استازو د حج پروسه کې د شته ستونزو او د حج ترسره کیدو چمتووالي او تعقیب لپاره د مشخصې مرجع نه موجودیت په تړاو خبرې وکړې زیاته یې کړه، په هغه صورت کې چې سعودي عربستان د حج مراسمو د ترسره کیدو لپاره عمومي چمتوالي اعلان کړي، دغه وزارت د حج پروسې پر مخ وړلو ته بشپړ چمتووالی لري.
د جمهوري ریاست عالي مقام د دفتر ریاست استازو هم د حج پروسه کې د جمهوري ریاست د عالي مقام د دفتر سهم په اړه خپل نظرونه شریک کړل.
په دغه ناسته کې د ملي تدارکاتو ادارې د حج پروسې د تدارکاتي چارو لپاره خپل چمتووالی اعلان کړ ویې ویل، دغه اداره د حج پروسې د ترسره کیدو صورت کې بشپړ چمتووالی لري او ټینګار یې وکړ چې د پلانونو د تعقیب په موخه یوې تعقیب کوونکي ادارې ته اړتیا ده.
په پای کې پرېکړه وشوه، چې د چارو اداره به د دندو د تقیسم کړنلاره چمتو کړي او د همغږۍ او اسانتیاوو برابرولو مسوولیت به هم د چارو ادارې په غاړه وي.
دغه راز د چارو ادارې د فرهنګي او ټولنیزو چارو ریاست به وړاندیز ترتیب کړي، څو د جمهوري ریاست عالي مقام د هدایت له اخیستلو وروسته د چارو اداره د حج پروسې د سکرتریت غړی شي.