2 غویی 1399
د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس د بریتانیا سفارت سرپرست سره خبرې وکړې
د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي کابل کې د بریتانیا سفارت سرپرست این کولارد سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.
په دې ویډیو کنفرانس کې د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي د کرونا ویروس پر وړاندې لپاره د افغانستان حکومت برنامې کابل کې د بریتانیا سفارت سرپرست سره شریکې کړې چې دواړو لورو پرې خبرې اترې وکړې دغه راز په دې ویډیو کنفرانس کې د سولې پر خبرو اترو هم بحث وشو.