د تخصص بشپړولو پروګرام د ښه والي په موخه غونډه وشوه

د جمهوري ریاست عالي مقام د هدايات تطبيق او د تخصص بشپړولو برنامې د ښه والي په موخه غونډه د جمهوري ریاست د چارو ادارې د قانون د څارنې او ساتنې مرستیال ډاکټر محمد رفيع پوپل په مشرۍ د عامې روغتيا وزارت د تخصص د بشپړولو ټيم او د مرکز او ولايتونو د‌ ټرينر متخصص په ګډون جوړه شوه.

د عامې روغتيا وزارت د تخصص د بشپړولو ټيم غړو په روغتيا سکتور کې د خپلو ستونزو او وړاندیزونو د شريکولو ترڅنګ، د خبرو په مهال د جمهوري ریاست د عالي مقام له لوري د هېواد صحت سکتور کې اصلاحي اقدامات وستایل وې ويل، دوی د تخصص د بشپړولو پروګرام د معياري کولو لپاره طرحه ترتيب کړې تر څو، دا برنامه د سيمه ييزو معيارونو سره سم تنظیم شي. د چارو ادارې مرستيال ډاکټر محمد رفيع پوپل د مرکز او ولايتونو د تخصص د بشپړولو پروګرام ټيم د وړاندیزونو د اوريدو سربېره هغوی ته ډاډ ورکړ، چې د هېواد د روغتيايي سکتور د اصلاح او د اصلاحي پروګرامونو د تطبيق لپاره به له دغه ټيم لازمې مشورې واخستل شي. ښاغلي پوپل د تخصص د بشپړولو پروګرام له غړو سره ژمنه وکړه چې د هېواد د روغتيايي نظام د اصلاح او د غوره متخصصينو د روزنې په موخه د دوي د زيار او هڅو پايله به له پامه ونه غورځول شي.