د پراختيايي پروژو د استملاک چارو د چټکتيا په موخه غونډه وشوه
د پراختيايي پروژو د تطبيق په وړاندې د استملاک ستونزو د حل او کارونو د چټکتيا په موخه د جمهوري رياست د چارو ادارې د دولت د چارو د انسجام مرستيال ډاکټر عبدالکريم توتاخېل په مشرۍ د ښار جوړونې او ځمکو، ټولګټو او کورنيو چارو وزارتونو او د اوبو د چارو د تنظيم ادارې استازو په ګډون غونډه وشوه.
په پېل کې د چارو ادارې د ملي اقتصاد رئيس فرهاد منصوري د غونډې ګډونوالو سره د آقينې – اندخوی د اوسپنې پټلۍ، د خواف- هرات د اوسپنې پټلۍ د څلورم فاز، د شاه و عروس ، کمال خان، مچلغو بريښنا بندونو ، د لغمان شاهي کانال، په بادغيس کې د حلقوي سړک د قيصار –لامان برخې، د کابل- لوګر او کابل -جلال اباد دويم سړک د استملاک پرمختګونه او ستونزې شريکې کړې.
وروسته د ټولګټو، ښار جوړونې او ځمکو وزارتونو او اوبو چارو د تنظيم ادارې استازو د يادو پروژو د کاري پرمختګونو او استملاکي ننګونو په تړاو معلومات وړاندې کړل.
په غونډه کې د ښار جوړونې او ځمکو وزارت د استملاک چارو پر اوسني ضعيت نيوکې او ټينګار وشو، چې ياد وزارت دې د استملاک د چټکتيا لپاره بشري ځواک او نور امکانات زيات کړي.
په پای کې پریکړه وشوه، چې د ټولګټو او ښارجوړونې وزارتونه د ټولو پراختيايي پروژو د استملاک اړوند ستونزې مشخصې او د حل لارو وړاندیزونه برابر کړي.
دغه راز دې د کابل- لوګر دوېم سړک پر مسير د ټانک لوګر او بني حصار سيمو کې د برېښنا شرکت د پايو د تخريب او په بديل ځای کې د نصبولو مالي لګښت واضح شي.
د دې ترڅنګ به د چارو ادارې د ملي اقتصاد رياست د استملاک په اړه د واليانو د جدي همکارۍ په اړه ويډيوکنفرانس ترسره کړي.