د خوړو خوندیتوب او د تغذیې پارلمانې ډلې لومړنۍ ناسته وشوه
د جمهوري ریاست د چارو ادارې تر چتر لاندې د خوړو خوندیتوب او د تغذیې پارلمانې ډلې د همغږۍ لومړنۍ غونده د چارو ادارې د دولت د چارو د انسجام د مرستیال ډاکټر عبدالکریم توتاخېل په مشرۍ جوړه شوه. دا غونډه، چې د یادې اجنډا د سکرتریت له لوري جوړه شوې وه، د ولسي جرګې د یو شمېر غړو ترڅنګ پکې د اجنډا د اړوندو وزارتونو، ادارو او نړیوالو مرستندویانو استازو ګډون درلود.
د چارو ادارې مرستیال د خپلو پیلیزو خبرو پر وخت وویل: د غذایي امنیت او تغذیې ملي اجنډا ته کار یوه حیاتي اړتیا او د جلالتماب جمهور رئیس له کاري لومړیتوبونو څخه دی،چې په جینیوا کنفرانس کې یې هم د تعقیب ژمنه شوې ده. ډاکټر توتاخېل په ملي او دولتي کچه؛ په خاص ډول د ولسي جرګې لخوا دغې اجنډا ته د کار له ټینګار سره زیاته کړه، چې د غذایي امنیت له تامین سره به زموږ د مېوو او تولیداتو کیفیت او صادرات لوړ شي. هغه دغه راز، د ملي دسترخوان پروګرام هم د فقر کمولو او غذایي امنیت او تغذیې د تامینولو لپاره مهم وباله او له ولسي جرګې او نورو قشرونو یې وغوښتل، چې له عملي کیدو سره یې مرسته وکړي. د FAO موسسې د افغانستان د برخې رئیس راجندرا آریال د ویډیو کنفرانس له لارې د خپلو خبرو پر وخت په یادو برخو کې د افغانستان د دولت د پروګرامونو ملاتړ وکړ او له اړوندو ادارو سره یې د لازمو همکاریو ژمنه وکړه. د غذایي امنیت او تغذیې ملي اجنډا د تخنیکي سکرتریت همغږي کوونکي سید شمس الاسلام شمس وویل، چې ۴۵ سلنه افغانان له غذایي امنیت او تغذیې څخه بې برخې او له دې کبله ۴۰ سلنه مېرمنې او ۴۵ سلنه ماشومان د وینې کمښت سره مخ دي.
د شمس د معلوماتو له مخې، چې اوس ۱۱ میلیونه افغانان له غذایي امنیت او تغذیې محروم دي، خو تر ۶ میاشتو به دا کچه ۱۵ میلیونو ته لوړ شي. نوموړي د ولسي جرګې له غړو وغوښتل، څو د غذایي امنیت او تغذیې د تامینولو لپاره د قوانینو او بودیجې د تصویب او عملي کیدو په څارنه کې مرسته وکړي. د ولسي جرګې غړو: یاربازحمیدي او سید حیات الله حلیمي د نورو په استازیتوب د خبرو پر مهال د یادې اجنډا د عملي کیدو په اړه د حکومت هڅې وستایلې او د هر اړخیزو همکاریو ډاډ یې ورکړ. د ولسمشر سلاکار عبدالحمید هلمندي د غونډې د ارزونکې وینا پرمهال له ټولو اړوندو وزارتونو او ادارو وغوښتل، چې د غذایي امنیت او تغذیې د تامین په اړه د خلکو په پوهاوي او عملي اقداماتو کې مرسته وکړي.