د پانګونې د آسانتیا واحد رئیس په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له استازي سره وکتل
د جمهوي ریاست د چارو ادارې د پانګونې د آسانتیا واحد رئیس عطاالله نصیب په افغانستان کې د ملګروملتونو د پراختیايي پروګرام له استازي ښاغلي عبدالله الدارداري او د اوږدمهاله پراختیايي اهدافو (SDG)لپاره اقتصادي متخصص ښاغلي العین فواز صبري سره ولیدل.
دغه غونډه کې دواړو لوریو په افغانستان کې د اوږد مهاله پراختیايي موخو (SDG) او د عامه او خصوصي مشارکت (PPP) په تړاو خبرې وکړې.
ښاغلي عطاالله نصیب د ملګروملتونو د پراختیايي پروګرام د رئیس استازي ته د پانګونې د آسانتیا واحد په اړه د معلوماتو ورکولو وروسته د عامه او خصوصي مشارکت کاري پرمختګونه او اړتیاوو جزیات وړاندې کړل.
ښاغلي عبدالله الدارداري د پانګونې د آسانتیا واحد هڅې وستایلې او د اوږدمهال پراختیايي اهدافو په برخه کې یې د خپلې ادارې لوري له افغان دولت سره د همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.
په پای کې د ملګروملتونو د پراختیايي پروګرام استازي ژمنه وکړه چې د افغان پانګوالو سره به د مارکیټونو د پراختیا، د مالي مرستې جذب او راتلونکي کال به د عامه او خصوصي مشارکت غونډې جوړولو کې همکاري وکړي.