د قیصار- لامان او ترانس هندوکش سړکونو د ځمکو د استملاک په اړه د همغږۍ غونډه وشوه

 

د جمهوري ریاست د عالي مقام په لارښوونه، د قیصار – لامان او ترانس هندوکش سړکونو د ځمکو د استملاک په اړه د جمهوري ریاست د چارو ادارې د ملي اقتصاد ریاست له لوري د ټولګټو وزارت د سرپرست او نوماند، نورو اړوندو ادارو استازو، د بادغیس او بغلان ولایتونو د چارواکو، په ولسي جرګه کې یې د یو شمېر استازو او ولایتي شوراګانو د رئیسانو په ګډون د همغږۍ غونډه وشوه.
د چارو ادارې د دولت د انسجام د چارو مرستیال ډاکټر عبدالکریم توتاخېل د یادو سړکونو د اړوندو ځمکو د استملاک په اړه د وضاحت غوښتو ترڅنګ د دغو ولایتونو له چارواکو او ولسي استازو وغوښتل، چې د ستونزې په ژر حل او سړک جوړولو کې له ټولګټو وزارت سره مرسته وکړي.
د ټولګټو وزیر انجینر نجیب الله یمین هم له ولایتي چارواکو او ولسي استازو څخه په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه او وویل، چې که د خلکو همکاري ترلاسه او عملي چارې ګړندۍ نه شي، وزارت او د پروژو تمویلونکي به پر دغو پروژو بیا کتنه وکړي.
د بادغیس والي حسام الدین شمس او د بغلان ولایت سرپرست او اداري او مالي مرستیال ذبیح الله احساس، په ولسي جرګه کې د دغو ولایتونو یو شمېر استازو او د ولایتي شورا رئیسانو ډاډ ورکړ، چې د یادو پروژو د اړوندو ځمکو د استملاک ستونزې په حل او نورو برخو کې به له ټولګټو وزارت او نورو ادارو سره پوره مرسته وکړي.
په پای کې پریکړه وشوه، چې د ټولګټو، ښارجوړونې او ځمکو وزارتونو او نورو اړوندو ادارو یو ګډ پلاوی به بیا بادغیس ته ځي، چې د ځمکو د استملاک موضوع وڅېړي.
د دې ترڅنګ به د چارو ادارې د ملي اقتصاد ریاست هم د کارونو چټکتیا څاري او په همغږۍ کې به مرسته وکړي.
په غونډه کې دغه راز، د ټولګټو وزارت په بادغیس کې د قیصار- لامان حلقوي سړک پرلومړۍ برخې د زر کار پيلولو خبر ورکړ او د بغلان ولایت سرپرست په دوشي سیمه کې د ترانس هندوکش سړک د اړوندو ځمکو د استملاک چارو د زر بشپړولو ژمنه وکړه.