د چارو ادارې لوی رئیس له ښاغلي شېرزي سره وکتل


د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي د هېواد له سیاسي او ولسي شخصیت محمد شفیق ګل آغا شېرزي سره وکتل.
په دې لیدنه کې د سولې بهیر او جمهوري نظام څخه د خلکو د ملاتړ د انسجام په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس د ښاغلي شېرزي د نظرونو له اوریدو وروسته، ډاډ ورکړ چې د جلالتماب جمهور رئیس د لیدلوري پر بنسټ، حکومت په ټولو ملي بهیرونو کې د ملي اجماع او مشارکت اصل ته لومړیتوب ورکوي.