د چارو ادارې عمومي رئیس د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ نندارتون کې ګډون وکړ

د چارو ادارې عمومي رئیس د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ نندارتون کې ګډون وکړ

د چارو ادارې عمومي رئیس، شیخ‌الحدیث مولوي نورالحق انور، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په نندارتون کې وویل؛ د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره هڅې روانې دي؛ ترڅو په ټولو چارو کې اصلاحات او اسانتیاوې رامنځته شي، چارې پر خپل وخت ترسره او هغه بې‌ځایه اوږدېدونکې او پېچلې اداري پروسې چې پخوا موجودې وې، له منځه یوړل شي.

یکشنبه، ۱۴۴۸هـ.ق صفرالمظفر ۱۱مه/۱۴۰۵هـ.ش چنګاښ څلورمه.
یاد نندارتون کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر،
اداري او مالي مرستیال ملا عبدالسلام حنفي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر ملا عبدالاحد فضلي، پانګوالو او یو شمېر نورو مسؤولینو هم ګډون کړی وو.

شیخ‌الحدیث مولوي نورالحق انور د خپلې وینا پر مهال یادونه وکړه چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د مسؤولینو د هڅو په پایله کې ګڼې اداري پروسې ساده شوي او هغه چارې چې پخوا به یې بشپړېدو میاشتې وخت نیوه، اوس په څو اوونیو یا څو ورځو کې ترسره کېږي. نوموړي زیاته کړه؛ د اداري پروسو پېچلتیا خلکو ته ډېرې ستونزې او ستړیاوې رامنځته کړې وې او اوس وخت را رسېدلی چې دې ستونزې ته د پای ټکی کېښودل شي.

د یادونې وړ ده چې نن د چارو ادارې او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک کېږي چې له مخې به یې د چارو اداره د لومړیتوبونو پر بنسټ اداري پروسې ساده کوي او یاد وزارت به اړین سیسټمونه رامنځته کوي؛ ترڅو د رهبرۍ د فرمانونو او احکامو د پلي کېدو بهیر لا اسانه او د خلکو اړتیاوو ته په لا شفاف، معیاري او اسانه ډول رسېدنه وشي.

د چارو ادارې عمومي رئیس د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت دغه ګام یو ارزښتناک نوښت وباله او هیله یې څرګنده کړه چې په راتلونکي کې به هم په دې برخه کې لا اغېزناک او پراخ ګامونه پورته شي.

دغه غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوې وه؛ د همکارۍ هوکړه‌لیک په لاسلیک کولو سره پای ته ورسېده.