د چارو ادارې عمومي رئیس د میدان وردګو ولایت له جهادي مدرسې څخه لیدنه وکړه

د چارو ادارې عمومي رئیس د میدان وردګو ولایت له جهادي مدرسې څخه لیدنه وکړه

د چارو ادارې عمومي رئیس، شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، سه‌شنبې د محرم‌الحرام په ۲۸ د میدان وردګو ولایت له جهادي مدرسې څخه د لیدنې پر مهال د یادې مدرسې له استادانو سره د مدرسې په انګړ کې ناسته وکړه چې د تدریسي بهیر مؤثریت، د اصلاحي او علمي فعالیتونو د پرمختګ په اړه هر اړخیز بحث او نظرونه تبادله شول.

د ناستې په ترڅ کې د چارو ادارې عمومي رئیس د مدرسې طالبانو ته اصلاحي وینا وکړه او هغوی یې وهڅول چې د خپلو اکابرو له تګلارو، علمي میراث او خدمتونو څخه ځانونه خبر کړي. د هغوی علمي او عملي لاره تعقیب، د والدینو او استادانو سپارښتنو ته پام وکړي. له بې‌ګټې مجلسونو څخه ځان وساتي او خپل وخت په ګټورو علمي او دیني چارو کې ولګوي.

نوموړي زیاته کړه چې طالبان باید د تدریس، خطابت، امامت، دعوت، تصنیف، د نظامدارۍ او نورو ګټورو خدمتونو وړتیاوې په ځان کې پیدا کړي. په پای کې یې د مدرسې له استادانو سره د هغوی د ستونزو حل او د چارو ښه والي برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.