د چارو ادارې عمومي رئیس؛ د مالیاتي تخفیفونو اعلان به اقتصادي فعالیتونه پراخ کړي
د چارو ادارې عمومي رئیس؛ د مالیاتي تخفیفونو اعلان به اقتصادي فعالیتونه پراخ کړي
د چارو ادارې عمومي رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، د ریاست الوزراء مالي او اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د مالیې وزیر ملا محمدناصر اخند او یو شمېر نورو مسؤولینو او سوداګرو په ګډون د مالیې وزارت له لوري د مالیاتي تخفیفونو اړوند غونډه ترسره شوه.
یکشنبه، ۱۴۴۸هـ.ق محرمالحرام ۲۶مه/۱۴۰۵هـ.ش چنګاښ ۲۱مه.
یادې غونډې ته د چارو ادارې عمومي رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور وویل؛ خلک، ولسونه او پانګهوال غوښتنه لري چې د دوی له عوایدو تأديات باید معقول او شفاف وي. دا اوس د حکومتونو مکلفیت جوړېږي چې د دوی عواید په عادلانه او معقوله توګه راټول کړي. په وېش کې یې له عدل څخه کار واخلي، په ملي او ټولنيزو مصالحو او همداراز د نظام او هېواد د امنيت، استحکام، پرمختګ او د ښېرازۍ برخه کې یې ولګوي.
شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور وویل؛ لکه څرنګه چې ماليې وزارت ځينو برخو ته سيسټمونه فعال کړي، ښه شفافيت، اسانتيا، چټکتيا او لا زيات باور هغه مهال رامنځته کېږي چې نورې ادارې او ماليه تأديه کوونکي اړخونه هم سيسټمونه عيار او د ماليې وزارت له سيسټمونو سره يې وصل کړي.
نوموړي زیاته کړه؛ د مالياتي تخفیفونو اعلان به د خصوصي سكټور، پانګهوالو او ماليه ورکوونکو ملاتر وکړي، اقتصادي فعالیتونه به پراخ کړي او د سوداګرۍ د ودې لپاره به نوې زمینه برابره کړي.
یاده غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوې وه؛ د خیر په دعاء سره پای ته ورسېده.