د چارو ادارې عمومي رئیس د معلوماتي ټکنالوژۍ له متخصصینو او کارکوونکو سره وکتل
د چارو ادارې عمومي رئیس د معلوماتي ټکنالوژۍ له متخصصینو او کارکوونکو سره وکتل
د چارو ادارې عمومي رئیس شیخالحدیث مولوي نورالحق انور، د معلوماتي ټکنالوژۍ له رئیس هدایت الله هدایت او مرستیال سره یوځای، د چارو ادارې د غونډو په تالار کې د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست له متخصصینو او کارکوونکو سره وکتل او خبرې یې ورسره وکړې.
شنبه، ۴ محرمالحرام ۱۴۴۸ هـ.ق / ۳۰ غبرګولي ۱۴۰۵ هـ.ش
د غونډې په پیل کې، شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د متخصصینو او کارکوونکو د هڅو، فعالیتونو او لاسته راوړنو ستاینه وکړه او هغوی یې د هېواد معنوي پانګه وبلله.
نوموړي وویل، هر متخصص او کارپوه چې دې اداره کې دنده ترسره کوي، په حقیقت کې د نظام یوه مهمه برخه ده. د ده په وینا، نظام د یوه ماشین په څېر دی چې هره برخه یې د هغه په سم فعالیت او پرمختګ کې ځانګړی ارزښت لري.
هغه زیاته کړه، د اسلامي نظام په چوکاټ کې خدمت کول، د مادي ګټو ترڅنګ د الله تعالی د رضا او ثواب لامل هم ګرځي، چې دا ځانګړنه په نورو نظامونو کې نه موندل کېږي.
ورپسې، د چارو ادارې عمومي ریاست د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست رئیس هدایت الله هدایت ډاډ ورکړ چې د دې برخې متخصصین به د معلوماتي سیسټمونو د پراختیا او پیاوړتیا لپاره خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي.
د یادونې وړ ده چې د چارو ادارې عمومي رئیس د دې ادارې د بېلابېلو څانګو د فعالیتونو د ارزونې په موخه له متخصصینو او کارپوهانو سره نوبتي لیدنې پیل کړې دي او دا لړۍ به دوام لري.
یاد غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوې وه؛ د خیر دعاء سره پای ته ورسېده.