د سرمایه ګذارۍ د تسهیل رئیس د شهرت چپلکو جوړولو او ګرین صافي پلس کیمیاوي او عضوي سرې تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه
د سرمایه ګذارۍ د تسهیل رئیس د شهرت چپلکو جوړولو او ګرین صافي پلس کیمیاوي او عضوي سرې تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه
د چارو ادارې عمومي ریاست د سرمایه ګذارۍ د تسهیل رئیس مولوي انجنیر احمد ضیاء خالد د تخنیکي پلاوي په ملتیا د باريکاب صنعتي او کرنيزو پارکونو کې د شهرت چپلکو جوړولو او ګرین صافي پلس کیمیاوي او عضوي سرې تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه.
محرم الحرام شپږمه/چنګاښ لومړۍ
د چارو ادارې عمومي ریاست د سرمايه ګذارۍ رئيس د يادې لیدنې پر مهال وويل چې اسلامي امارت د کورنیو تولیداتو د ودې، د خصوصي سکټور د پیاوړتیا او د پانګونې د پراختیا لپاره کلک هوډ لري او هڅه کوي چې د اړوندو ادارو په همغږۍ د پانګهوالو او تولیدوونکو پر وړاندې شته ستونزې او خنډونه حل کړي؛ ترڅو په هېواد کې د تولید کچه لوړه، کاري فرصتونه زیات او د اقتصادي ځانبسیاینې بهیر لا چټک او پیاوړی شي.
د یادو فابریکو رئیس حاجي عبدالجبار صافي د سرمایهګذارۍ د تسهیل ریاست مسؤولینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د فابریکو د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې د شهرت د څپلکو جوړولو فابریکه هره ورځ شاوخوا ۱۵۰ درجنه چرمي څپلکې تولیدوي.
نوموړي د ګرین صافي پلس کیمیاوي او عضوي سرې تولیدي فابریکې په اړه وویل چې دغه فابریکه به په نږدې راتلونکې کې رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د ده په وینا، د یادې فابریکې له پرانیستې سره به د هېواد کرنیز سکټور اړتیاوې په کور دننه تر ډېره بریده پوره شي او د بهرنیو هېوادونو سرې پر وارداتو به د بزګرانو تکیه راکمه شي او د هېواد بېلابېلو ولایتونو د خاورې او کرنیزو اړتیاوو له مخې به په کور دننه معیاري کیمیاوي او عضوي سرې تولیدېږي. هغه زیاته کړه چې په یاده فابریکه کې به شاوخوا ۷۵۰ هېوادوالو ته د مستقیم او غیرمستقیم کار زمینه هم برابره شي.
په پای کې د سرمایهګذارۍ د تسهیل رئیس د تخنیکي پلاوي په ملتیا د یادو فابریکو د تولیدي ماشینونو او بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه.