د احصايې ملي ادارې ته د کورنيو چارو وزارت د يو شمېر مخکينيو ودانيو د سپارلو په اړه د همغږۍ غونډه وشوه
د جمهوري ریاست د چارو ادارې د دولت د انسجام د چارو مرستيال ډاکټر عبدالکریم توتاخېل په مشرۍ د احصايې او معلوماتو ملي ادارې ته د کورنيو چارو وزارت د يو شمېر مخکينيو ودانيو د سپارلو او د دې کار د چټکتيا په اړه د همغږۍ غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د کورنيو چارو وزارت تاميناتي مرستيال رياض الله درمل، د احصايې او معلوماتو ملي ادارې رئیس احمد جاويد رسولي او يو شمېر نورو مسؤلينو په دې اړه د جلالتماب جمهور رئیس د حکم پر تطبيق له ټينګار سره، په دې برخه کې د يو شمېر ستونزو او حل لارو معلومات ورکړل.
د جمهوري ریاست د چارو ادارې د دولت د چارو د انسجام مرستيال ډاکټر توتاخېل وويل: ملي دفاع وزارت ته مو د جمهوري ریاست د هغه حکم د تطبيق په موخه رسمي مکتوب استولی، چې له مخې به يې د سرحدي ځواکونو د عمومي قومندانۍ مخکینۍ ودانۍ د کابل امنیه قومندانۍ ته وسپارل شي.
نوموړي د دې پريکړو په زر تطبيق کې د هراړخيزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
د غونډې په پای کې پريکړه وشوه، چې سبا ته به کورنيو چارو وزارت د خپلې يوې ودانۍ د تخليې چارې پيل او د يوې بلې ودانۍ د تخليې په اړه هم ستونزې زر حل او په اړه يې د جمهوري ریاست د چارو ادارې ته خبر ورکړي.