شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور: د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ وروسته ۹۲۸ پېچلې اداري پروسې ساده شوي دي

شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور: د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ وروسته ۹۲۸ پېچلې اداري پروسې ساده شوي دي

د اداري پروسو ساده کولو او د تجربو او معلوماتو شریکولو په موخه غونډه د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور په مشرۍ، د ټولو وزارتونو او امارتي ادارو د معینانو او د چارو ادارې لوی ریاست د اداري پروسو ساده کولو رئیس او مسؤولینو په ګډون، د یادې ادارې د غونډو په تالار کې ترسره شوه.

چهارشنبه، جمادی‌الأولی ۱۴مه/ لړم ۱۴مه.
غونډه کې د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور وویل: دا غونډه د کابینې د پرېکړې پر بنسټ جوړه شوې، ګډونوالو ته یې وویل تاسو مکلف یاست چې د خپلې اړوندې ادارې پېچلې او وخت‌ نیوونکې پروسې وپېژنئ او د هغو د ساده کولو لپاره اقدام وکړئ.

د چارو ادارې لوی رئیس د خبرو په دوام وویل چې په ډېرو ادارو کې ګڼې ستونزې شته. نوموړي زیاته کړه؛ په تېره اداره کې د اداري ستونزو د حل پر ځای لا پېچلتیاوې زیاتې شوې وې، خو اوس موږ د اسلامي شریعت د لارښوونو پر بنسټ، د خلکو د اسانتیا لپاره د شرایطو په برابرولو مکلف یوو.

د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور د اداري پروسو ساده کولو ریاست د کړنو او لاسته راوړنو په اړه وویل: د اسلامي امارت د بیا واکمنېدو څخه تر اوسه، ۹۲۸ وخت‌ نیوونکې، پېچلې او مراجعینو پورې تړلې پروسې د یاد ریاست متخصصینو له لوري ساده شوي دي، چې له دې سره د چارو د پرمخ وړلو سرعت زیات شوی دی.

له بل لوري، د اداري پروسو د ساده کولو ریاست امر، د یو پرېزنټېشن له لارې، د ساده کولو پروسې پړاوونه او د تطبیق میکانېزم ګډونوالو ته تشریح کړ.

ورپسې، د وزارتونو او امارتي ادارو معینانو د ساده کولو بهیر د چټکتیا او د یوې ګډې کمیټې د جوړولو په اړه چې د معینانو تر مشرتابه لاندې فعالیت وکړي، خپلې غوښتنې او وړاندیزونه وړاندې کړل.

دا غونډه چې د قرانکریم د مبارکو ایتونو په تلاوت پیل شوې وه؛ د خیر په دعاء سره پای ته ورسېده.