21 تله 1404
د پانګونې اسانتیا ریاست له لوري یو میاشتنی روزنیز پروګرام پیل شو

د پانګونې اسانتیا ریاست له لوري یو میاشتنی روزنیز پروګرام پیل شو
د چارو ادارې لوی ریاست د پانګونې اسانتیا ریاست، د واخان انسټیتټیوټ په مرسته، نن د عامه او خصوصي مشارکت په اړه یو روزنیز پروګرام په یاد انسټیټیوټ کې ترسره کړ. چې په کې د پانګونې اسانتیا ریاست ۳۶ تنه متخصصین او د وزارتونو او امارتي ادارو د عامه او خصوصي مشارکت برخې استازو ګډون درلود.
د چارو ادارې لوی ریاست د پانګونې اسانتیا رئیس مولوي انجنیر احمدضیاء خالد، په دې روزنیز پروګرام کې له ټولو ګډونوالو وغوښتل چې دې پروګرام ته ژمن پاتې شي او درسونو ته پوره پام وکړي؛ ترڅو ورسره کاري وړتیاوې او ظرفیت لوړ شي.
د یادونې وړ ده چې یاد پروګرام به په اونۍ کې درې ورځې د یوې میاشتې لپاره دوام ولري.