یو باب اپارتمان د کابل ښار درېیم مکروریان ساحه کې خپل اصلي مالک ته وسپارل شو

یو باب اپارتمان د کابل ښار درېیم مکروریان ساحه کې خپل اصلي مالک ته وسپارل شو
د چارو ادارې لوی ریاست د کورونو او جایدادونو د څېړنې او تحت تأمین ریاست د اسنادو تر ارزونې وروسته، یو باب اپارتمان د کابل ښار نهمې ناحیې اړوند، درېیم مکروریان ۳بلاک کې د ګذر وکیل او امنیتي مسؤولینو په حضور کې د اصلي مالک استازي ته وسپاره.
شنبه، ربیعالاخر ۱۱مه/ تلې ۱۲مه.
د چارو ادارې لوی ریاست د کورونو او جایدادونو د څېړنې او تحت تأمین ریاست یو تن مسؤول مولوي لعل محمد برهاني د یاد اپارتمان د سپارلو پر مهال وویل؛ له هر اړخیزې څېړنې وروسته معلومه شوه، چې د یاد اپارتمان مالک هېواد کې شتون نه لري، په همدې موخه نوموړی اپارتمان د دوی لخوا د شته مالونو د ساتنې او خوندیتوب په موخه مهرلاک شوی و، چې د اسنادو تر تائید او د ملکیت تر تثبیت وروسته د اصلي مالک استازي ته تسلیم شو.
فضل امین ساپی د سرور زوی د اصلي مالک عطاءالله د محمد کلام زوی د کونړ ولایت اصلي اوسېدونکي په استازیتوب د چارو ادارې لوی ریاست د کورونو او جایدادونو د څېړنې او تحت تأمین ریاست له مسؤولینو د مننې ترڅنګ وویل؛ د کورونو او جایدادونو ریاست ته مو عریضه وکړه او د یاد ریاست مسؤولینو د ملکیت تر تثبیت او هر اړخیزې څېړنې وروسته یاد اپارتمان بیرته موږ ته تسلیم کړ.
د یادونې وړ ده چې د کورونو او جایدادونو د څېړنې او تحت تأمین ریاست د امنیتي مسؤولینو سره په همغږۍ تر دې مهاله لسګونه کورونه او اپارتمانونه د اسنادو له تثبیت او څېړنې څخه وروسته خپلو اصلي مالکانو ته سپارلي دي او دا لړۍ لا دوام لري.