د احصایې او معلوماتو ملي ادارې پېژندنه

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې پېژندنه
د احصایې او معلوماتو ملي اداره د ارقامو د علمي ثبت، د احصاییوي فعالیتونو د انسجام، جغرافیايي معلوماتو، د نفوسو د احوال ثبتولو او یو شمېر نورو اړوندو برخو کې د هېواد په کچه فعالیت کوي.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره چې مخکې د مرکزي احصایې په نوم پېژندل کېدله، په ۱۳۵۱ لمریز کال کې د دولت په چوکاټ کې د یوې خپلواکې ادارې په توګه جوړه شوه. د ۱۳۵۲-۱۳۵۷ کلونو په لړ کې یې د افغانستان په ولایتونو کې خپل آمریتونه رامنځته او په ۱۳۷۰ کال کې د یوې لنډې مودې لهپاره یې له عمومي ریاست څخه وزارت ته هم ارتقاء وکړه.
په ۱۳۸۲ کال کې د موقتې ادارې له جوړېدو وروسته، د احصایې مرکزي ادارې خپل احصاییوي فعالیتونه له سره پيل کړل او په ۱۳۹۷کال کې معلوماتي ټکنالوژۍ ته د ورځ تر بلې زیاتېدونکې اړتیا له مخې د مسلکي او مالي او اداري معاونیتونو ترڅنګ د جغرافیایي معلوماتو د انسجام او د معلوماتي سېسټمونو د پراختیا او انسجام معاونیتونه یې هم په تشکیلاتي چوکاټ کې اضافه شول چې د تشکیلاتو له همدې پراخوالي وروسته د ادارې نوم هم د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ته بدلون وموند.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره هره ورځ په ټول هېواد کې زرګونه مراجعین لري او هغوی ته خپل اړوند عامه خدمتونه په لنډ ممکن وخت کې په شفافه بڼه وړاندې کوي. د دې ادارې د یو شمېر لویو او مهمو عامه خدمتونو د ترلاسه کولو پړاوونه په لاندې ډول راوړل شوي، چې هر یو یې په جلا بڼه ذکر کېږي:
د الکترونیکي تذکرې د ترلاسه کولو پړاوونه
د احصایې او معلوماتو ملي اداره ژمنه ده چې الکترونیکي تذکره د ډیجیټلي حکومتولۍ د بنسټیز عنصر په توګه ټولو هېوادوالو ته ورسوي.
څنګه کولای شو الکترونیکي تذکره ترلاسه کړو؟
- په لومړي پړاو کې غوښتونکی باید خپل کورنی او انفرادي فورم په دقت سره ډک کړي او تر ټولو نږدې وېش څانګې ته مراجعه وکړي. د فورم د ترلاسه کولو لهپاره دې لینک (https://nsia.gov.af/home) ته مراجعه وکړئ.
- د الکترونیکي تذکرې په وېش څانګه کې د غوښتونکي اسناد چک، هویت یې تثبیت او لیکل شوي معلومات ارزول کېږي.
- ورپسې د نوملیکنې کارکوونکي له لوري د غوښتونکي د کورني او انفرادي فورم معلومات په سیسټم کې ثبتېږي.
- له هغې وروسته د غوښتونکي بایومټریک معلومات ثبتېږي.
- غوښتونکی د عواېدو په څانګه کې د الکترونیکي تذکرې ټاکلې بیه تحویلوي.
- ورپسې د غوښتونکي الکترونیکي تذکره چاپ ته استول کېږي.
- او په آخري پړاو کې غوښتونکي ته په ټاکلي وخت الکترونیکي تذکره ورکول کېږي.
د مثنی الکترونیکي تذکرې د ترلاسه کولو پړاوونه
مثنی الکترونیکي تذکره د سوځېدو، ورکېدو، ماتېدو او یا نه لوستل کېدو په صورت کې د همغه لومړنيو ثبت شویو ځانګړتياوو په تکرار او له کوم بدلون پرته غوښتونکي ته ورکول کیږي.
- په لومړي پړاو کې غوښتونکی باید د الکترونیکي تذکرې له وېش وروسته خدمتونو ځانګړی فورم ډک کړي او تر ټولو نږدې وېش څانګې ته چې د له وېش وروسته خدمتونو اسانتیاوې ولري، مراجعه وکړي. د فورم د ترلاسه کولو لهپاره دې لینک (https://nsia.gov.af/home) ته مراجعه وکړئ.
- د اسنادو کتنه او د هویت تثبیت؛
- د دموګرافیک او بايومټريک معلوماتو ثبت؛
- د دموګرافیک او بايومټريک معلوماتو د کيفيت کنټرول؛
- د تذکرې وېش؛
یادونه: د ورکېدو په صورت کې باید غوښتونکی د ورکې اعلان هم له ځان سره ولري.
د تابعیت کاغذي تذکرې (نوې) د ترلاسهکولو پړاوونه
د نفوسو د احوالو ثبت لارښودونو سره سم د نوې تذکرې د اخېستلو بهیر په لاندې ډول طی مراحل کېږي:
- د معلوماتو فورمه (غوښتنلیک) ډکول: غوښتونکی د اړتیا وړ معلومات له ټاکلې فورمې سره سم درج کوي.
- له اصولي خپلوانو او دوو تنو ضمانتکوونکو سره د غوښتونکي شتون: غوښتونکی د خپلو خپلوانو له ډلې له یوه خپلوان (پلار، ورور، نېکه، ترهزوی، خور او عمه) او دوو تنو افغان ضمانتکوونکو سره چې اصلي تذکره ولري، له ډکې شوې فورمې سره یوځای د نفوسو د احوالو ثبت معاونیت د نفوسو د احوالو ثبت خدمتونو ریاست ته مراجعه کوي؛
- مخامخ مرکه: د نفوسو د احوالو ثبت خدمتونو ریاست د لا ډېر دقت او د غوښتونکي د افغانیت ثابتولو په موخه له غوښتونکي او د هغه له اصولي خپلوانو سره مرکه کوي.
- د غوښتونکي د تذکرې د وېش په اړه د نفوسو د احوالو ثبت خدمتونو ریاست د مقام حکم او لاسلیک: د نفوسو د احوالو ثبت خدمتونو ریاست مقام د مخامخ مرکې د بهیر له تاییدۍ وروسته، غوښتونکي ته د تابعیت کاغذي تذکرې د وېش حکم صادوري.
- د غوښتونکي د اصولي خپلوانو د ثبت په اړه د معلوماتو وړاندېکول: د اړوندې برخې کارکوونکی(سکن فایل/ مرکزي آرشیف، د هویت د تثبیت ریاست او دویم نقل په اړه اړیکه) د غوښتونکي د اصولي خپلوانو د ثبت په اړه معلومات وړاندې کوي او غوښتنلیک کې یې لیکي.
- اړوند مدیریت ته د غوښتونکي مراجعه: غوښتونکی د نورو مراحلو د طیکولو په موخه اړوند مدیریت ( د تذکرو خدمتونو څلورګوني مدیریتونه) ته مراجعه کوي او د ډیموګرافي فورمې د وېش کارکوونکی، غوښتونکي ته د ټاکل شوې بیې په بدل کې د تابعیت تذکرو یوه کاغذي فورمه ترتیب او د صکوکو ګڼې له ثبت وروسته یې د تابعیت تذکرو د لیکلو کارکوونکي ته تسلیموي.
- د تابعیت کاغذي تذکرې له غوښتنلیک سره سم د غوښتونکي معلومات درجکول: مسوول کارکوونکی د وړاندې شويو معلوماتو لهمخې د غوښتونکي معلومات او شهرت ارشیفوي او د کاغذي تذکرې د ډیموګرافي فورمې غوښتنه کوي. د غوښتونکي یو انځور اخلي او بیا د انځور له مخې د غوښتوونکي د ظاهري څېرې سره سم یې پر تابعیت تذکره لګوي او تر لاسلیک وروسته یې اړوند مدیریت ته راجع کوي.
- د عمر ټاکلو په موخه د غوښتونکي او ډیموګرافي فورمې راجع کول: اړوند مدیر د درج شویو معلوماتو له بررسۍ وروسته د تابعیت کاغذي تذکرې ډیموګرافي فورمه لاسلیک او د عمر ټاکلو په موخه يې د نفوسو د احوالو ثبت خدمتونو ریاست مقام ته راجع کوي.
په هغه صورت کې چې غوښتونکی تر اووه کلنۍ ښکته عمر ولري، عمر یې له والدینو سره د شته اسنادو پر اساس یا په غوښتنلیک کې له درج شویو معلوماتو سره سم درج کېږي.
- د غوښتوونکي د عمر ټاکل: په هغه صورت کې چې غوښتونکي د شپږ کلنۍ عمر پوره کړی وي، د مقام ریاست له خوا یې عمر د غوښتونکي له ظاهري څېرې سره سم ټاکل کېږي او د مقام ریاست له لاسلیک وروسته د اساس په کتابونو کې د ثبت په موخه اړوند مدیریت ته استول کېږي.
- د اساس په کتابونو کې د کاغذي تذکرې د ډیموګرافي فورمې د درج شویو معلومات ثبت: د مقام ریاست لهخوا د صکوکو د ګڼې په ګډون د تابعیت کاغذي تذکرې په فورمه کې د درج شویو معلوماتو تر لاسلیک وروسته د مسوول مامور له خوا دوه نقلونه د اساس په کتابونو کې درج کېږي. له غوښتونکي څخه دوه انځورونه اخیستل کېږي او په ټاکلي ځای کې لګول کېږي.
- غوښتونکي ته د تذکرې وېش: د پورته مواردو تر طی مراحل کولو وروسته، د اصلي تذکرې یوه کاپي ترتیب، له سوابقو سره ضمیمه او اصلي یې غوښتونکي ته تسلیمېږي.
د مثنی کاغذي تذکرې اخېستل
د نفوسو د احوالو ثبت لارښودونو سره سم د مثنی تذکرې د اخېستلو بهیر په لاندې ډول طی مراحل کېږي:
- د معلوماتي فورمې (غوښتنلیک) ډکول: له ټاکل شوې فورمې سره سم غوښتونکی د اړتیا وړ معلومات درج کوي.
- د اړوند مدیریت پذیرش برخې ته د غوښتنلیک تسلیمول: غوښتونکی د تابعیت مثنی تذکرې د اخېستلو بهیر د طی مراحل کولو په موخه ترتیب شوی غوښتنلیک د نفوسو د احوالو ثبت خدمتونو ریاست د پذیرش اړوند مدیریت ته تسلیموي؛
- د غوښتونکي د مراجعې وخت ټاکل: د غوښتونکي د غوښتنلیک له تسلیمېدو وروسته د پذیرش اړوند کارکوونکی د غوښتونکي د بیاځلي مراجعې نېټه ټاکي او مراجعینو ته د غوښتنلیک د اخېستلو سند تسلیموي.
- اړوندو برخو ته د معلوماتو د وړاندېکولو په موخه د ټولو شویو غوښتنلیکونو ارجاعکول: د اړوند مدیریت د پذیرش شعبه د غوښتونکو د جمع شویو غوښتنلیکونو د معلوماتو د تکملېدو په موخه د هویت د تثبیت او ارشیف تنظیم ریاست/ سکن فایل ته یې لېږي.
- د غوښتونکي د ثبت په اړه معلوماتو وړاندېکول: د اړوندې شعبې کارکوونکی د غوښتونکي معلومات په غوښتنلیک کې درج کوي او بیا په اساس کتاب کې د لګول شوي انځور له مخې له غوښتنلیک سره د ورته والي او نه ورته والی په اړه معلومات هم لیکي او بیاځلي یې د مراجعینو د معلوماتو د ثبت او عرایضو موندنې آمریت ته تسلیمیوي.
- د غوښتونکو د غوښتنلیکونو وېش: اړونده برخه د غوښتونکو غوښتنلیکونه پر ټاکل شوې نېټه وېشي.
- د تابعیت کاغذي تذکرې د مثنی وېش په اړه د ادارې مقام حکم: غوښتونکی د حکم اخېستلو په موخه د نفوسو د احوالو ثبت خدمتونو ریاست ته مراجعه کوي.
- غوښتونکي ته د مثنی تذکرې وېش: غوښتونکی د حکم تر اخېستلو وروسته اړوند مدیریت ته مراجعه کوي او اړوند کارکوونکی د ټاکل شوې بیې په بدل کې د تابعیت تذکرې کاغذي فورمه ترتیبوي.
- په دیموګرافي فورمه کې د غوښتنلیک درج شوي معلومات لیکل: د اړوندې برخې کارکوونکی په غوښتنلیک کې درج شوي معلومات په ډیموګرافي فورمه کې درجوي او له غوښتونکي څخه د یوه انځور اخېستلو او په فورمه کې تر لګولو وروسته یې د مهر او لاسلیک په موخه اړوند مدیریت ته راجع کوي.
- د مثنی تذکرې وېش: اړوند مدیریت د مثنی تذکرې له لاسلیک او مهر وروسته غوښتونکي ته تسلیموي.
- د غوښتوونکی د انځور لګول: په هغه صورت کې چې د اساس په کتاب کې د غوښتونکي لګول شوی انځور د هغه له ظاهري څېرې سره ورته والی ونه لري نو غوښتونکي ته د انځور لګولو د بهیر طی مراحل کول لازمي دي.
- د ورکې اعلان: په هغه صورت کې چې د غوښتونکي تذکره ورکه شوې وي، نو غوښتونکي ته د ورکې اعلان خبرتیا اخېستل هم لازمي دي.
د زېږون کارت ترلاسه کول
زېږون کارت یو رسمي سند دی، چې پکې د شخص د زېږېدو دقیقه نېټه او ځای درج کېږي او په هېواد کې د نفوسو د احوال ثبتولو د مرجع له لوري د معتبر سند په توګه صادرېږي.
په حضوري بڼه د زېږون کارت ترلاسه کولو پړاوونه
- په لومړي پړاو کې غوښتونکی د زېږون کارت انفرادي او کورنۍ فورمه د احصایې او معلوماتو ملي ادارې له ویب پاڼې (https://nsia.gov.af/home) ترلاسه کوي.
- په دویم پړاو کې غوښتونکی د زېږون کارت فورمه د تذکرې د معلوماتو مطابق او ځینې نورو اړینو معلوماتو او اسنادو ( د تذکرې کاپي، دوه قطعې انځورونه او انګلیسي معلومات) ډکوي او تر دقیقې ارزیابۍ او کتنې وروسته فورمه لاسلیکوي او دا مسولیت مني چې تر دې دمه یې د وګړو د ثبت له هېڅ رسمي مرجع څخه د زېږون سند نه دی ترلاسه کړی.
- په بل پړاو کې د تثبیت هویت مسوول تر دقیق تثبیت هویت وروسته د فورم معلوماتو او د شخص اقرار د مطابقت لرلو په صورت کې غوښتونکی د تعرفې د ترلاسه کولو په موخه مالي څانګې ته استوي. د تعرفې له اخیستلو او په بانک کې له تحویلولو وروسته د خپل بانکي آویز نقل یا کاپی اخلي او وروسته د تثبیت هویت مسوول ته مراجعه کوي.
- په وروستي پړاو کې د تثبیت هویت مسوول د غوښتونکي د بانکي سند له تاییدي وروسته د عارض اسناد د ثبت په موخه د کتاب د ثبت مسوول ته لېږي او په کتاب کې د ثبت له پروسې وروسته د زېږون کارت په سیسټم کې د معلوماتو د ثبتولو په موخه د معلوماتو ثبتولو مسوول د غوښتونکي د تذکرې او فورمې معلومات په دقیق ډول په سیسټم کې ثبتوي او پر اساس یې زېږون کارت چاپېږي، چې تر مهر او لاسلیک وروسته غوښتونکي ته ورکول کېږي.
په غير حضوري توګه د زېږون کارت د اخيستلو پړاوونه
هرافغان وګړي چې په یو بهرني هېواد کې مېشت وي او غواړي چې زېږون کارت ترلاسه کړي، باید په لاندې لارښونوعمل وکړي:
- د غوښتونکي د اصولي خپلوانو له جملې څخه د يو کس له لوري د احصايې او معلوماتو ملي ادارې عمومي رياست ته غوښتنليک ترتيبول، په غوښتنليک باندې حکم اخيستل او بانک ته د زېږون کارت د عوايدو د تحويلۍ د تعرفې تر لاسه کول.
- بانک کې د عوايدو تسليمول.
- د غوښتنې فورمه ډکول او د حياتي پیښو د ثبت او بهرنیو وګړو د چارو رياست ته مراجعه کول.
- د عوايدو په مديريت کې د تحويلۍ رسيد (آویز ) تاييدول.
- د حياتي پیښو د ثبت آمريت ته مراجعه کول او حکم اخيستل.
- د زېږون کارت د وېش برخې ته مراجعه کول او د اړوندې حوزې مدیر ته د اسنادو تسليمول.
- د حياتي پیښو د ثبت په ډېټابېس کې د معلوماتو ثبتول، د زېږون کارت چاپول، انځور نصبول او د کارت ثبتولو د مامور له لوري يې لاسليکېدل.
- د حياتي پیښو د ثبت او بهرنیو وګړو د چارو ریاست د ریس له لوري د زېږون کارت تاييدېدل او غوښتونکي ته يې تسليمول.
د مړينې پارچې اخيستلو پړاوونه
- په لومړي سر کې باید غوښتونکی د مړینې پارچې فورمه د احصايې او معلوماتو ملي ادارې له ويبسايټ (https://nsia.gov.af/home)، د نفوسو د احوال ثبتولو له مراجعو او نورو سرچينو څخه تر لاسه کړي.
- دا فورمه خپله د غوښتونکي له لوري او د سواد نه لرلو په صورت کې د یوه بل شخص له لوري چې د غوښتونکي کفالت کوي په دقيق ډول ډکېږي.
- د کلي ملک/ وکیل ګذر يا د دولت برحال کارکوونکی په فورمه کې ليکل شوي معلومات چې د غوښتونکي يا يې د کفيل له لوري په دقيق ډول ليکل شوي وي، تاييد او تصديقوي.
- د دې فورمې په مشخصه برخه کې د غوښتونکي د ګوتې نښه يا لاسليک حتمي دی.
- د اړوندو مراجعو له خوا د کلي د ملک/ وکيل ګذر او یا د دولت د کارکوونکو د برحالۍ تصدیق لازمي دی.
- د مړينې د پارچې اخيستو په موخه د وفات شوي کس اصلي تذکره او که تذکره سوځېدلې يا ورکه شوې وي نو د تذکرې د کاپي وړاندې کول يې حتمي دي.
- غوښتونکی دا فورمه له ډکولو، د کلي د ملک، وکيل ګذر او یا د دولت د دوو رسمي مامورینو تر تصدیق وروسته د خپلې تذکرې له کاپي او د وفات شوي کس له اصلي تذکرې يا کاپي سره يو ځای د نفوسو د احوال ثبتولو مرجع ته وړاندې کوي.
- د نفوسو د احوال ثبتولو مرجع فورمه له نورو اړينو اسنادو سره يو ځای اخلي او له کړنلارې سره سم اجراات ترسره او د مړینې سند صادروي.
په هېواد کې د بهرنیو وګړو د ثبت پړاوونه
د احصایې او معلوماتو ملي اداره مسوولیت لري، چې افغانستان ته د بهرنیو وګړو له داخلېدو مخکې د ثبت معلوماتي فورم د ادارې د ویب پاڼې له لارې، په بهر کې د افغانستان د قونسلي خدمتونو د دفترونو او یا هم د هېواد دننه په ځمکنیو بندرونو او هوايي ډګرونو کې بهرنیو وګړو ته ووېشي.
بهرني وګړي څنګه ثبتېږي؟
- بهرنی وګړی، په فورم کې د خپلو معلوماتو تر لیکلو وروسته، فورم د بهرنیو وګړو د ثبت دفتر ته سپاري او لیکل شوي معلومات یې ثبتيږي.
- ثبت شویو معلوماتو ته په کتو د بهرني وګړي کارت ډکېږي، عکس یې نصب او د مسوول شخص د لاسلیک او مهر څخه وروسته بهرني وګړي ته ورکول کېږي.
- دا کارت په هوايي ډګر او یا هم په ځمکني بندر کې له افغانستان څخه د وتلو پر مهال له بهرني وګړي بېرته اخیستل کېږي.
احصاییوي فعالیتونه
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د احصایې معاونیت د احصاییوي سروېګانو د ترسره کولو ترڅنګ، هر کال په مرکز کابل کې له ۶۵ امارتي او خصوصي ادارو او وزارتونو څخه د څهباندې ۲۰۰۰ معیاري فورمونو او له ۳۴ ولایتونو څخه د ۱۱ زره معیاري فورمونو له لارې د بېلابېلو ټولنیزو، اقتصادي، کرنیزو، روغتیايي، ښوونې او روزنې، لوړو زدکړو او نورو ورته برخو ارقام او معلومات په اونیز، میاشتني، ربعوار او کلني ډول را ټولوي او تر تحلیل او تجزیې وروسته یې د ۶۵ عنوانه احصاییوي نشریو له لارې نشر ته سپاري.
دا اداره همدارنګه، د تجارت کلنۍ، د قیم یا قیمتونو کلنۍ او د نفوسو کلنی اټکل ترڅنګ ۶۵ عنوانه اونیزې، میاشتنۍ او ربعوارې احصاییوي نشریې لري، چې د خپل مهالوېش له مخې د ټول هېواد مهم ارقام او معلومات پهکې منعکس کېږي او سافټ بڼې یې د دې ادارې په ویبسایټ (http://nsia.gov.af/library) کې د لاسرسي وړ دي.
د ویلو وړ ده، چې دې ادارې د خپلو اړوندو عامه خدمتونو د وړاندې کولو، اصلاح او په دې برخه کې د ستونزو د حل په موخه په مرکزي اداره کې د آنلاین نوبت اخیستلو سیسټم (https://appointment.nsia.gov.af/) هم رامنځته کړی، چې هېوادوال اوس په ډېرې اسانۍ سره کولی شي له هر ځایه په آنلاین بڼه د نوبت اخیستلو لهپاره نوملیکنه وکړي او د سیسټم له لوري په ټاکل شوې نېټه مرکزي ادارې ته مراجعه او په ډېرې اسانۍ سره خپله ستونزه حل کړي.
دا اداره، د یوه ملي بنسټ په توګه ژمنه ده، چې ملي او نړیوالو سازمانونو، رسنیو او عامو خلکو ته باکیفیته، معتبر او کره ارقام او احصاییوي معلومات او نور اړوند عامه خدمتونه وړاندې کړي.