د پانګونې اسانتیا رئیس د "سن لایټ وي" خصوصي شرکت له رئیس سره وکتل

د پانګونې اسانتیا رئیس د "سن لایټ وي" خصوصي شرکت له رئیس سره وکتل
د چارو ادارې لوی ریاست د پانګونې اسانتیا رئیس مولوي انجنیر احمدضیاء خالد، د سن لایټ وي خصوصي شرکت له رئیس زبیر اقبال سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د موکېت او رخت فابریکې د جوړېدو په اړه یې بحث او نظرونه تبادله کړل.
دوشنبه، ربیع الاول لومړۍ/ وږي درېیمه.
د چارو ادارې لوی ریاست د پانګونې اسانتیا رئیس د سن لایټ وي شرکت مسؤولینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل؛ د اسلامي امارت پاليسي ده چې له پانګوالو به ملاتړ کوي؛ ترڅو صنعتکاران پر ځان بسیا شي.
د سن لایټ وي خصوصي شرکت رئیس د چارو ادارې لوی ریاست د پانګونې اسانتیا ریاست څخه وغوښتل چې د یاد شرکت د فابریکې لپاره د ځمکې، برېښنا او نورو اسانتیاوو په برخه کې لازمه همکاري وکړي.
بل لور ته، د پانګونې اسانتیا رئیس ډاډ ورکړ چې د یادې فابریکې د ځمکې، برېښنا او نورو ستونزو په حل کې به همکاري کوي.
د سن لایټ وي فابریکه چې موکېت، رخت، لونګۍ او نخ تولیدوي، د لوګر ولایت محمداغې ولسوالۍ کې د شاوخوا ۱۳ میلیونه ډالرو په لګښت جوړېږي او تمه ده چې ۷۵۰ کسانو ته پکې د کار زمینه برابره شي.
د یادونې وړ ده چې د یادې فابریکې ساختماني چارې شاوخوا ۵۰ سلنه بشپړې شوې دي او ډېر ژر به پرانېستل شي.