د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت
- د ادارې پېژندنه
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت
د ادارې دندې او مأموریت
- لیدلوری: سرچینو څخه اغېزمنه ګټه اخیستنه، د کرنې سکټور انډولیزه او دوامدار پرمختګ، او د خوړو خوندیتوب او مصؤنیت تأمینول.
- مأموریت:
- د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت یو بزګرمحوره او ځواب ویونکې اداره ده، چې د مسلکي او روزل شویو متخصصینو په مټ د کرنې په سکټور کې معیاري او لوړکیفیته چوپړتیاوې وړاندې کوي. په دغو چوپړتیاوو کې څېړنې، ترویج«دودول»، د منظمو پالیسيو جوړول، د نوې ټکنالوژۍ معرفي کول، د اوبولګولو مدیریت او پراختیا، او همدارنګه د قدرتي سرچینو او ځمکو مدیریت او پراختیا شامل دي.
- د دغو فعالیتونو په پایله کې د کارموندنې، کورنیو او بهرنیو پانګونو لپاره مناسب فرصتونه رامنځته کېږي او د ملي اقتصاد په وده او پراختیا کې مهم رول ادا کېږي.
موخې:
۱. د کرنیزو او مالدارۍ تولیداتو کمیتي او کیفي زیاتوالی.
۲. د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په برخو کې د څېړنیزو او ترویجي پروګرامونو پیاوړتیا.
۳. د اوبولګولو مدیریت او پراختیا، د قدرتي سرچینو تنظیم او د اقلیمي بدلونونو سره سمون رامنځته کول.
۴. د ځمکو د چارو تنظیم، جیودیزیکي فعالیتونه او بزګرانو، مالدارانو او کورني او بهرني خصوصي سکټور ته ځمکو ته د قانوني لاسرسي برابرول.
۵. د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په سکټور کې د پانګونې لپاره د زمینې برابرول، هڅونه او ملاتړ.
۶. د بنسټیزو او اداري اصلاحاتو پلي کول او د ظرفیتونو لوړول.
تشکیلاتي جوړښت:
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت یو له رتبې څخه بهر بست (وزیر) او درې فوقالعاده بستونه د معینیتونو په توګه لري:
۱. د کرنې او مالدارۍ معینیت
۲. د اوبولګولو او قدرتي سرچینو معینیت
۳. مالي او اداري معینیت
د وزارت تر چتر لاندې مرکزي ریاستونه د وزارت مقام او معینیتونو په چوکاټ کې فعالیت کوي. همدارنګه، دغه وزارت د هېواد په ټولو ۳۴ ولایتونو کې د دویم بست ولایتي ریاستونه لري.
۲- اصول، قوانین او حقوقي اسناد
څرنګه چې د کرنې سکټور اړوند تقنیني اسناد ډېر زیات دي او د هغو لېږد په مکتوبي یا برېښنايي بڼه ستونزمن دی، نو د کرنې وزارت ټول قوانین، لوایح، مقررات او کړنلارې د وزارت په رسمي وېبپاڼه کې د لاسرسي وړ دی، چې ددغومواردو مستقیم لینک مو تاسو سره شریک کړی دی.
د وزارت د قوانینو او حقوقي اسنادو لینک
۳- هېوادوالو ته وړاندې کېدونکې چوپړتیاوې:
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ټول خدمتونه، د هر خدمت د ترسره کولو پړاوونه، د خدمتونو د ترلاسه کولو شرایط او اړین اسناد، د خدمتونو د وړاندې کولو معیاري موده، د خدمت فیسونه او د مامورینو د تخلف یا غفلت په صورت کې د شکایت ثبتولو څرنګوالی د لاندې لینک له لارې د لاسرسي وړ دي.
۴- د خدمتونو اړوند اړین سندونه
د چوپړتیاوو د وړاندې کولو لپاره ټول اړین اسناد او فورمې د لاندې لینک له لارې ترلاسه کېدای شي.
۵- د کرنې وزارت د اړیکو معلومات
- د مرکزي دفتر پته: کارته سخي څلورلارې، جمال مېنه، درېیمه امنیتي حوزه، کابل – افغانستان
- د اړیکې شمېرې 0202922460 | 0798860357:
- برېښنالیک: : info@mail.gov.af
- وېبپاڼه: : https://www.mail.gov.af/
- کاري وخت: د سهار له ۸:۰۰ بجو څخه د مازدیګر تر ۴:۰۰ بجو پورې
۶- انلاین سیسټم
اوس مهال د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په وزارت کې کوم فعال انلاین سیسټم شتون نه لري.
۷- موږ خبرتیاوې او خبرونه
د کرنې وزارت خبرتیاوې او خبرونه د وزارت د رسمي وېبپاڼې له لارې خپرېږي.
د کرنې وزارت د خبرونو او خبرتیاوو لینک
https://www.mail.gov.af/dr/all-tenders
۸- د روڼتیا او شکایتونو برخه
شکایت کوونکي کولای شي خپل شکایتونه په حضوري ډول د کرنې وزارت د شکایتونو صندوق ته په محرم ډول وسپاري، یا هم د شکایتونو د برخې له مسؤلینو سره په مستقیمه توګه خپل شکایت شریک کړي.
همدارنګه، د کرنې وزارت په خپله رسمي وېبپاڼه کې هم شکایتونو لپاره ځانګړې برخه لري، چې له لارې یې شکایت کوونکي کولای شي خپل شکایت په ځانګړې فورمه کې ثبت او واستوي.
https://www.mail.gov.af/index.php/dr/form/complaint-form-new